د لاس رسي وړ اتصالات

د نړۍ ۳۴۹ میلیونه انسانان سخته لوږه ګالي - ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د وروستیو شمېرو له مخې، د نړۍ ۳۴۹ میلیونه خلک دا وخت حیران دي چې خپل د ماښام ډوډۍ له کومه کړي، او ددغو خلکو شمېر مخ په پورته روان دی.

دا اداره وايي، ددې کال تر پایه، په بې ساري ډول د نړې تر ټولو بې وزله ۱۵۰ میلیونو خلکو سره د خوړو مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، په ۲۰۲۲ کال کې د خوراکي موادو لوړو نرخونو له ډېرو خلکو د اړتیا وړ غذا د پېرلو توان اخیستی او له لوږې سره مخامخ شوي دي.

ماهرین وايي، د کرونا وبا، جګړې، وچکالي، د انرژۍ لوړې بیې او پر اوکراین باندې د روسیې یرغل په نړۍ کې د خوراکي موادو د کمښت د روان بحران عمده لاملونه دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اقتصادي سلاکار عارف حسین وویل: "دا کال، حتی په اوکراین کې له جګړې دمخه، د خوراکي توکو بیې د تېرو لسو کلونو په پرتله لوړې وې. د تېلو بیه په وروستیو اوو کلونو کې تر ټولو لوړه وه. د انفلاسیون اندېښنه له وړاندې موجوده وه. نو، کله چې په اوکراین کې جګړه پیل شوه، مشکل نور هم زیات شو."

د مشکل د زیاتېدو یو لامل دا بلل کېږي چې اوکراین او روسیه د لسګونو هېوادونو د اوړو کندو ګڼل کیږي.

د خوراکي موادو پالیسۍ د څېړنې انسټیټیوټ غړي، ویل مارټین وویل: "اوکراین او روسیه په نړۍ کې د غنمو ستر تولیدوونکي دي. د دوی د بازار ونډه شاوخوا ۴ تر ۸ سلنه ده او د نړۍ د صادراتو لویه برخه جوړوي. نو، که د تور سمندر له حوزې څخه په آزاده توګه غله صادره نشي، په بهر کې سترې ستونزې ایجادوي."

د اوکراین جګړې، د روسیې د نفتو او ګازو پر صادراتو بندیزونو او د اکمالاتو د بندېدو اندېښنو د انرژۍ نرخونه هم لوړ کړي دي. ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۹ راهیسې د کیمیاوي کوډ یا سرې قیمتونه ۲۵۰ سلنه لوړ شوي دي.

د نړۍ د نیمايي خوراکي موادو تولید سرې ته اړتیا لري او د هغو بزګرانو محصولات کم شوي دي چې د کافي سرې د رانیولو توان نلري.

د خوړو نړیوال پروګرام اقتصادپوه، عارف حسین وویل: "اوس مهال، د سرې د لوړ نرخ او کمښت له امله د خوراکي موادو لکه غنم، جوار او وريجو په تولید کې د شاوخوا ۶۶ میلیونه ټنو کموالی ګورو. دا ۶۶ میلیونه ټنه محصولات د یوې میاشتې دپاره د ۳.۶ میلیارده انسانانو د مړولو دپاره کافي دي."

اقتصادپوهان وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د خوراکي موادو امنیت د سرې په موجودیت او هوا پورې اړه لري.

ښاغلي حسین وویل: "د غنمو او جوارو حاصلات تر ډېره په هوا پورې اړه لري. د بیلګې په توګه، په ارجنټاین کې دا وخت د هوا ستونزو حاصلات اغېزمن کړي دي. موږ یې له نږدې څارو. په امریکا کې هم همدا کار کېدای شي."

په نړۍ کې د کافي خوړو د شتون دپاره لازمه ګڼل کیږي چې د تور سمندرګي د غلې د تړون پر اساس، د روسیې او اوکراین د غلې او سرې صادرات دوام ولري.

ماهرین د وریجو حاصلات هم له نږدې څاري چې د نیمايي نړۍ خواړه جوړوي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې اقتصادي سلاکار، مکسیمو توریرو وویل: "د وریجو کښت له وړاندې کم شوی و او په حاصلاتو کې کمښت ګورو. خو خوشبختانه، موږ ډیرې زېرمه شوي وریجې لرو، ځکه چې تیر کلونه یې حاصل ډېر ښه وو."

اقتصادپوهان وايي، د ډالر لوړ ارزښت پر هغو بې وزلو هېوادونو اقتصادي فشار زیات کړی چې د خوړو دپاره پر وارداتو متکي دي او د خپلو پورونو بخښلو ته اړتیا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام اقتصادپوه، عارف حسین وویل: "که تاسو یو غریب هیواد او ډېر پوروړي یاست او د خواړو، انرژۍ او سرې دپاره پر وارداتو تکیه لرئ، نو تاسو په مشکل کې یاست."

د خوړو د کمښت د روان بحران په لړ کې، ملګرو ملتونو تازه په لومړي ځل په نړۍ کې د قطحۍ د مخنیوي د چارو دپاره ځانګړی تنظیموونکی په کار ګومارلی دی.

XS
SM
MD
LG