د لاس رسي وړ اتصالات

پوتزل: سوله ییز افغانستان یو ټولشموله سیاسي بهیر ته چې د ټولو حقونه وساتي، اړتیا لري


.
.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي د دفتر "یوناما" مرستیال مارک پوتزل وايي، چې د یو سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره یو داسې ټولشموله سیاسي بهیر ته اړتیا ده، چې د ټولو افغانانو بشري حقونو ته په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو حقونو ته درناوی ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د مرستندویه پلاوي دفتر "یوناما" د پنجشنبې د ورځې ناوخته نومبر۱۷ ( لړم ۲۶) د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي چې افغانستان کې د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي مرستیال د فاریاب ولایت ته د سفر پر مهال ددغه ولایت لپاره د طالبانو سمیه ییزو چارواکو ترڅنګ د ښځو د استازو په ګډون د مدني ټولنې د غړو سره کتلي او په دغو کتنو کې یې د یو ټولشموله سیاسي بهیر اړتیا یادونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي د یو ټولشموله سیاسي بهیر په اړتیا دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د چهارشنبې په ورځ د چین، روسیې، هند، پاکستان او د منځنۍ اسیا یو شمیر هیوادونو استازو په مسکو کې په یوه غونډه کې افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو غوښتنه کړې ده.

افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د مسکو فارمټ د مشورتي غونډې ګډونوالو د رایو په اکثریت سره په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو ملاتړ وکړ.

د تاس خبري آژانس د کابلوف له قوله ویلي، "د ګډونوالو د بحثونو ژبه تر ډیره یو شان وه او نږې ۱۰۰ فیصده په یو نظر وو. مونږ ټول د افغانستان وضعیت ته په یو ډول ګورو، په یو غږ او ډیر ژر په هغه هیواد کې د ټول شموله قومي – سیاسي حکومت څخه ملاتړ کوو."

د افغانستان د چارو یو افغان کارپوه طارق فرهادي وايي، چې د ضمیر کابلوف په څرګندونو کې د روسیې د دریځ ترڅنګ د مسکو فارمټ د غونډې د نورو ګډونوالو دریځ هم شامل و.

ښاغلي فرهادي وویل، "هغوی وايي، چې په اوسنیو شرایطو کې د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندل ناممکن دي ددې لپاره چې د نجونو ښوونځي نه دې پرانیستل شوي. طالبان هیڅ ډول اشاره نه کوي چې سرپرست حکومت به یې کله کار پای ته رسوي، حقیت دادی چې اوسمهال طالبان ددې توان نلري چې په کابل کې پریکړه وکړي کوم وزیر صاحبان چې کابل کې دي د پریکړې توان نلري او پریکړې په کندهار کې کیږي کندهار هم نه غواړي چې نړۍ سره په مخامخ مکالمه کې راشي ".

د مسکو فارمټ په نوم د افغانستان د حالاتو د ارزولو په څلورمه غونډه کې د طالبانو حکومت او امریکا متحده ایالاتو د حکومت استازو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې او پر ځای یې د روسیې، چین، پاکستان ، چې ددې بهیر مخکیني ګډونوال دي، ترڅنګ یې هند، ایران او د منځنۍ اسیا څو هیوادونه دغې غونډې ته بلل شوي و.

XS
SM
MD
LG