د لاس رسي وړ اتصالات

يوناما له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو په اړه وضاحت ورکړ


له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو بندېدو په اړه د راپورنو تر خپرېدو وروسته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ د دغو مرستو په اړه وضاحت ورکړ.

يوناما د دوشنبې په ورځ ناوخته جنورۍ نهمه (مرغومي ١٩) ويلي چې د ٢٠٢١ کال له ډسمبر مياشتي څخه بيا تر دامهاله د دغه سازمان او نورو نړيوالو بنسټونو د بشري فعاليتونو لپاره يې افغانستان ته شاوخوا ۱.۸ ميليارد نغد ډالر راوړي دي.

يوناما زياته کړې :"ملګري ملتونه افغانستان ته نغدي پيسې د دغه سازمان د بنسټونو د استفادې لپاره استوي. ملګري ملتونه له دې څخه په افغانستان کې د خپلو چارو، په خاصه توګه د ميلينونو اړمنو افغانانو لپاره چې حياتي بشري مرستو ته اړتيا لري، استفاده کوي."

ملګرو ملتونو افغانستان ته د نغدي پيسو د انتقال لامل د تير ٢٠٢١ ميلادي کال تر اګست مياشتي وروسته په نړيوال بانکي سيستم کې د ستونزو را منځته کېدل ياد کړي. د يوناما د معلوماتو په اساس دغه ټولې پيسې په افغانستان کې د بشري مرستو تر سره کېدو لپاره په مستقيم ډول د دغه سازمان اړوندو بنسټونو ته ورکول کيږي.

د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ ټينګار کړى دى چې د نړيوالي ټولنې دغه نغدي مرستې د کابل يو خصوصي بانک ته انتقاليږي. يوناما زياته کړې چې دغه پيسې د افغانستان بانک او طالبانو لاس ته نه ځي.

ملګرو ملتونو زياته کړې: "کومه اندازه پيسې چې افغانستان ته وړل کيږي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان له بشري مرستو سره متناسبې دي. کومې مرستې چې ملګري ملتونه يې وړاندي کوي که چيري کمي شي کومي نغدي پيسې چې انتقاليږي، هم کيدايشي کمي شي."

دا په داسې حال کې ده چې د شاوخوا څلورو اونیو راپدېخوا، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالرو کڅوړو د انتقال په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان بانک چې د طالبانو د حکومت لخوا رهبري کیږي، هر وخت به یې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو رسېدو خبر ورکاوه، خو په تیرو څلورو اونیو کې یې په دې اړه کومه اعلامیه یا خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس دغه هیواد ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالرو وروستۍ کڅوړه د ډسمبر په ۱۴ نېټه راغلې وه.

خو پدې وروستيو کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو بندېدو په اړه د راپورنو خپرېدو وروسته، د افغانستان بانک وويل چې له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ځنډېدل حقیقت نلري.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویاند امریکا غږ ته ویلي وو چې دغه پیسې په افغانستان کې د نړیوالو خیریه بنسټونو لخوا لګول کیږي او د طالبانو حکومت پکې هیڅ رول نلري.

XS
SM
MD
LG