د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: افغانستان  سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو بندېدو په اړه راپورونه حقیقت نلري


له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو بندېدو په اړه د راپورنو خپرېدو سره هم مهاله، د افغانستان بانک وايي چې له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو ځنډېدل حقیقت نلري.

تېره ورځ یو شمېر سیمه ییزو رسنیو د افغانستان بانک د ویاند حسیب الله نوري له قوله خبر ورکړ چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو کڅوړي چې هره اونۍ به یې دغه هیواد ته استولې ځنډولي دي.

د افغانستان بانک دغه راپورونه رد کړي او ویلي یې دي چې هغوی (رسنۍ) باید پخپلو راپورنو کې د بې طرفۍ اصل په نظر کې ونیسي او د «عامه اذهانو له خرابولو »څخه ډډه وکړي.

یاد بانک زیاته کړې: "د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هیواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړمنو کسانو سره د مرستې لامل کیږي،ستاینه کوي او دا بانک به د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري وساتي."

دا په داسې حال کې ده چې د شاوخوا څلورو اونیو راپدېخوا، افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالرو کڅوړو د انتقال په اړه خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان بانک چې د طالبانو د حکومت لخوا رهبري کیږي، هر وخت به یې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو رارسېدو خبر ورکاوه، خو په تیرو څلورو اونیو کې یې په دې اړه کومه اعلامیه یا خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس دغه هیواد ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالرو وروستۍ کڅوړه د ډسمبر پر ۱۴مه راغلې وه.

تر دې مخکې یو شمېر افغان کار پوهانو ویلي و چې نړیوالې ټولنې ممکن د ښځو پر کار او نجونو پر زده کړو د بندیز له امله ممکن له افغانستان سره خپلې نغدي بشري مرستې ځنډولي وي.

د یادو څېړونکو له ډلي بریالي نصرت د جنورۍ دوهمه (مرغومې ۱۲) امریکاغږ ته وویل چې ممکن په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د دغه بشري مرستو دوام په «پټه» دوام ولري.

ښاغلي نصرت زیاته کړه: "که چیري نړیوالې ټولنې خپلو غوښتونو ته د طالبانو د نه پاملرنې له امله دغه مرستې بندې کړي وي، طالبانو له لومړۍ ورځې تر اوسه بې تفاوته دي، هغوی د هیڅ شي پروا نلري او دغه مسله باندې د نړۍ د سیاستوالو او مرسته کوونکو هیوادونو په ګډون ټول پوهیږي."

ښاغلي نصرت زیاته کړه چې په افغانستان کې بشري بحران د هرې ورځې په تېرېدو زیاتیږي او طالبانو د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د اقتصادي مسائلو یو بل کارپوه روح الله احمدزي هم امریکا غږ ته ویلي و چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو احتمالي ځنډېدل او یا هم بندېدل ممکن پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار لپاره وي.

د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس پر دغه هیواد د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د نړیوالې ټولنې شاوخوا یو میلیارډ او ۷۹۳ میلیون ډالر نغدي بشري مرسته افغانستان ته رسېدلې ده، خو معلومه نه ده چې څومره یې لګول شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویاند امریکا غږ ته ویلي و چې دغه پیسې په افغانستان کې د نړیوالو خیره بنسټونو لخوا لګول کیږي او د طالبانو حکومت پکې هیڅ رول نلري.

د طالبانو حکومت لخوا په غیر دولتي ادارو او انجوګانو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و چې دې سره به په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر ټکنی شي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر رامیز الاکبروف په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو د کار بندیز سره سره به له میلیونونو افغانانو سره د بشري مرستو بهیر بند نکړي.

هغه ویلي و: "اجازه راکړئ چې په روښانه ووایم چې ملګري ملتونه او بشر دوستانه شریکان د افغانستان له خلکو سره د ژوغورونکو خدماتو تر سره کېدو ته ژمن دي."

هغه ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو خلکو بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي او په وینا یې موږ (ملګري ملتونه) باید د خدماتو وړاندې کېدو لپاره هلته پاتې شو.

XS
SM
MD
LG