د لاس رسي وړ اتصالات

ایا له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې نغدي بشري مرستې ځنډول شوي او یا بندې شوي دي؟


وروسته تر هغه چې طالبانو په پوهنتونونو کې د نجونو پر لوړو زده کړو او غیر دولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز اعلان کړ، د افغانستان بانک د تیرو دری اونیو راپدېخوا دغه هیواد ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستې رسېدو خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان بانک چې د طالبانو د حکومت لخوا رهبري کیږي، هر وخت به یې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستو رارسېدو خبر ورکاوه، خو په تیرو دری اونیو کې یې په دې اړه کومه اعلامیه یا خبر نه دی ورکړی.

د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس دغه هیواد ته د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ۴۰ میلیون ډالرو وروستۍ کڅوړه د ډسمبر پر ۱۴مه راغلې وه.

د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو ځنډېدو او یا هم بندېدو په اړه له خبرو کولو څخه ډډه وکړه، خو یو شمېر افغان څېړونکي وايي چې د طالبانو حکومت لخوا د ښځو پر زده کړو او کار د بندیز له امله ممکن نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د نغدي بشري مرستو بهیر ځنډولی او یا هم د لنډ مهال لپاره بند کړی وي.

د یادو څېړونکو له ډلي بریالي نصرت د دوشنبې په ورځ جنورۍ دوهمه (مرغومې ۱۲) امریکاغږ ته وویل چې ممکن په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د دغه بشري مرستو دوام په «پټه» دوام ولري.

ښاغلي نصرت زیاته کړه: "که چیري نړیوالې ټولنې خپلو غوښتونو ته د طالبانو د نه پاملرنې له امله دغه مرستې بندې کړي وي، طالبانو له لومړۍ ورځې تر اوسه بې تفاوته دي، هغوی د هیڅ شي پروا نلري او دغه مسله باندې د نړۍ د سیاستوالو او مرسته کوونکو هیوادونو په ګډون ټول پوهیږي."

ښاغلي نصرت زیاته کړه چې په افغانستان کې بشري بحران د هرې ورځې په تېرېدو زیاتیږي او طالبانو د افغانستان د خلکو غوښتنو ته پام نه دی کړی.

د اقتصادي مسائلو یو کارپوه روح الله احمدزي، امریکا غږ ته وویل چې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي بشري مرستو احتمالي ځنډېدل او یا هم بندېدل ممکن پر طالبانو د نړیوالې ټولنې د فشار لپاره وي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې د دغه نغدي مرستو بندېدل به د افغانستان د خلکو پر ژوند منفي اغېز ولري: "طالبان په هر ډول چې وي په تیر یو نیم کال کې، د ګمرک له عوایدو او مرستو څخه په دغه بڼه په غیر شفاف ډول زیاتې پیسې تر لاسه کړې،خپل خزانه یې پوره کړې ده."

د احمدزي په خبره په تیرو میاشتو کې د دغه نغدي بشري مرستو یوه برخه، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو د ثبات لپاره کارول کېدلې.

هغه همدارنګه وویل: "که چیري دغه مرستې بندیزي،په لومړي قدم کې به د افغانیو ارزښت کښته شي او په دې صورت کې، به د خوراکي او غیر خوراکي موادو پر بیو مستقیم اغېز ولري او دا به د افغانستان د خلکو لپاره ملا ماتونکي وي زه فکر کوم چې د طالبانو پر حاکمیت فشار لپاره به دا ګټوره لاره نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د معلوماتو په اساس په افغانستان کې ۲۸ میلیون کسان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري ځکه په خبره یې دغه هیواد د قحطۍ، اقتصادي زوال، فقر او سخت ژمي سره مخ دی.

د افغانستان بانک د معلوماتو په اساس پر دغه هیواد د طالبانو حکومت تر حاکمیت وروسته د نړیوالې ټولنې شاوخوا یو میلیارډ او ۷۹۳ میلیون ډالر نغدي بشري مرسته افغانستان ته رسېدلې ده،خو معلومه نه ده چې څومره یې لګول شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو حکومت د مالیې وزارت ویاند امریکا غږ ته ویلي و چې دغه پیسې په افغانستان کې د نړیوالو خیره بنسټونو لخوا لګول کیږي او د طالبانو حکومت پکې هیڅ رول نلري.

تیره اونۍ د طالبانو حکومت لخوا په غیر دولتي ادارو او انجوګانو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته په افغانستان کې د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي و چې دې سره به په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر ټکنی شي.

خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر مشر رامیز الاکبروف د تیرې پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل چې په غیر دولتي سازمانونو کې د ښځینه کار کوونکو د کار بندیز سره سره به له میلیونونو افغانانو سره د بشري مرستو بهیر بند نکړي.

هغه وویل: "اجازه راکړئ چې په روښانه ووایم چې ملګري ملتونه او بشر دوستانه شریکان د افغانستان له خلکو سره د ژوغورونکو خدماتو تر سره کېدو ته ژمن دي."

هغه ویلي چې په افغانستان کې د اړمنو خلکو بشري اړتیاوې خورا زیاتې دي او په وینا یې موږ (ملګري ملتونه) باید د خدماتو وړاندې کېدو لپاره پاتې شو.

XS
SM
MD
LG