د لاس رسي وړ اتصالات

افغان میرمنې عدالت ته لاسرسي کې پاتې راغلي ـ راپور


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما پخپل یو تازه راپور کې ویلي چې افغان میرمنې او نجونې عدالت ته د لاسرسي په برخه کې پاتې راغلي دي.

یوناما نن دوشنبه ډسمبر اوومه (لېندۍ ۱۷) د «ښځو او انجونو په وړاندې د تاو تریخوالي جرمونو لپاره د عدالت په لټه کې» نوم راپور خپور کړ . په راپور کې ویل شوي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالیو قضیو ته د قضایي سیسټم رسیدګۍ کې ښووالی راغلی، خو پرمختګ محدود دی.

دغه راپور چې د ۲۰۱۸ له سپټمبر څخه بیا د ۲۰۲۰ کال تر فبرورۍ میاشتې پورې قضیې یې څېړلي په کې راغلي چې په دغه موده کې یوازې نیمایي قضیې ابتدایه محکمې ته رسېدلي او د ټولو مستندو قضیو د مرتکبینو شاوخوا ۴۰ سلنه محکوم شوي دي.

په دغه راپور کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازې دیبرا لاینز له قوله ویل شوي: "ښکاره واقعیت دا دی چې ډیری ښځې او نجونې لاهم د هغه تاوتریخوالي عدالت نشي لیدلی چې دوی یې تجربه کوي، او له جزا څخه معافیت لاهم په عام ډول پاتې دی."

یوناما ویلي چې له هرو پنځو ښځو څخه یوې پرېکړه کړې چې خپل قضیه د هیواد د عدلي او قضايي ادارو له لارې تعقیب نه کړي.

راپور کې راغلي چې د دولتي چارواکو لخوا د جرمونو د تعقیب په برخه کې د پاتې راتللو کچه خواشینونکې ده.

یوناما د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو په قانون کې دا صلاحاتو غوښتنه کړې ده چې په وینا یې چارواکو ته په قانون کې د راغلو ټولو جرایمو د پلټنې او تعقیب واک ورپه برخه او د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالي جرایمو ته بنسټیزه ځواب ورکوونه پیاوړې کړي.

د افغانستان عدلي او قضايي ادارو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG