د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د امریکا تګ ته په تمه افغانان د ویزو له ځنډېدو شکایت کوي


د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته، امریکايي مقامات وايي چې د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال شوي دي.
د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته، امریکايي مقامات وايي چې د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال شوي دي.

يو شمېر افغانان چې د امریکا د بشردوستانه ویزې د اخیستلو دپاره پاکستان ته تللي دي، په دغه بهیر کې له ځنډ څخه شکایت کوي او وايي له مالي ستونزو سره مخامخ دي.

عنايت الله اميد چې په بغلان کې د يوې راډيو مشر و، له خپلې مېرمنې سره پاکستان ته هاغه مهال ولاړ چې په افغانستان کې جمهوري نظام راوپرځيد. عنايت الله وايي د ویزې اخیستلو په بهیر کې د څنډ له کبله له رواني ستونزو سره مخامخ شوی او څو ځلې یې د ځان وژنې فکر کړى دی.

امید زیاتوي: "موږ د پي ون کيس لپاره پاکستان ته راغوښتل شوي وو، او راته ويل شوې وو چې يو يونيم کال پورې به مو کيس مخکې ولاړ شي، خو له بده مرغه موږ په پاکستان کې د اقتصادي، بې برخليکه ژوند او د کيسونو د ورو بهير له کبله له رواني ستونزو سره مخ شو."

امید په ورته وخت کې د پاکستان د فشارونو څخه سر ټکوي او وايي: "پر موږ د پاکستان لخوا هم فشار سيوا شوى، ان دا چې ډيری وخت مو د ځان وژنې ته پام کړى خو د امريکا ژمنو ته په انتظار يو. موږ خپل هويت له لاسه ورکړى، که بريد يا چاودنه کيږي نو موږد پوليسو لخوا ګواښل کيږو."

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته، امریکايي مقامات وايي چې د تخلیې په پروګرام کې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه انتقال شوي دي.

په دوی کې د بهرنیو ځواکونو افغان همکاران، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو غړي، خبریالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان او نور شامل دي چې د چارواکو په خبره تر ۷۰۰۰۰ زیات یې امریکا ته انتقال شوي دي.

د عنايت الله امید ميرمن، حميرا وايي ناروغه ده، او د رواني درملو په کارولو ژوند کوي. هغې وویل: "دا زموږ هېواد نه دى، مجبوره يو ويزه واخلو، اقتصادي ستونزې لا ډيرې دي، په افغانستان کې مو ژوند ډير ښه و، دنده مو درلوده خو اوس ډيرې ستونزې لرو."

په پاکستان کې مېشت افغان خبريال شفيع الله هم ،چې ورته کيس لري، وايي د امریکا د ویزېهيڅ څرک معلوم نه دى. د شفيع الله په وينا په پاکستان کې د پي ون او پي ټو غوښتنليک ورکوونکو افغان کډوالو شمېر تر ۴۰ زرو ډير دى. دغو ډلو وخت ناوخته د خپل غږ اړونده مسوولينو ته د اورولو لپاره لاريونونه هم کړي دي.

امريکا غږ د دې شکايتونو په ځواب کې د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت يوه وياند سره اړيکه نيولې، دوی وايي: "امريکا د خپل ملي امنيت لپاره د دغو غوښتونکو پراخې ارزونې يا سکريننګ ته اړتيا لري او تر څو چې ډاډمن نه وي هيچا ته هم ويزې نه ورکول کيږي.“

  • 16x9 Image

    مسکا ساپۍ

    مسکا ساپۍ په کال ۲۰۱۹ کې له پېښور پوهنتون څخه په ژورنالیزم کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د ۲۰۲۲ کال راهیسې له پېښور ښاره د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره د ازادې خبریالې په توګه کار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG