د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال اباد کې چاودنو لږ تر لږه درې تنه وژلي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباد څخه راپورونه وايي چې هلته دوې پرلپسې چاودنې شوي دي.

دا چاودنې د یکشنبې په ورځ نومبر اومه (لړم ۱۶) د ښار په دویمه امنیتي حوزه کې شوې دي.

یو عیني شاهد چې ویې نه غوښتل نوم یې یاد شي، امریکا غږ ته وویل چې په دغو چاودنو کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي‌ دي.

هغه وویل چې چاودنې د سړک غاړې د ځای په ځای شویو ماینونو له کبله رامنځته شوي.

د طالبانو د حکومت چارواکو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې دمه کومې ډلې د دغو چاودنو مسئولیت نه دی منلی او نه هم معلومه ده چې هدف یې څه و.

ځينو محلي رسنیو راپور ورکړی دی چې درې جسدونه روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

ویل کیږي چې له دغو چاودنو وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل شوي.

په افغانستان باندې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته د داعش-خراسان ډلې بریدونه زیات شوي دي.

د دغې ډلې په بریدونو کې تر دې دمه لسګونه وسله وال طالبان او ولسي خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG