د لاس رسي وړ اتصالات

راستانه شوي او بې‌ځایه شوي کډوال "زیاتو ستونزو" سره مخ دي


د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ وايي، د یو لړ پرمختګونو سربېره لا هم په افغانستان کې راستانه شوي او بې‌ځایه شوي کډوال له امنیتي، ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د دغې کمېشنرۍ یوه نظر پوښتنه، چې د چارشنبې په ورځ (چنګاښ ۱۲مه) خپره شوې ښيي، چې په ۲۰۱۸ کال کې افغانستان ته د راستانه شویو کډوالو له شمیرې ۶۱ فیصده هلکان او ۳۶ فیصده نجونې پوهنې ته لاس‌رسی لري په داسې حال کې چې دا شمیره تیر کال ۵۵ فیصده هلکانو او ۳۰ فیصده نجونو ته رسیدله.

د نظر پوښتنې په اساس، لا هم ۲۷ فیصده راستانه شوي کډوال روغتیايي خدماتو ته لاس‌رسی نه لري، چې په ۲۰۱۷ کال کې دا شمیره ۳۱ فیصده وه.

په دې نظر پوښتنه کې راغلي: "د استوګن‌ځای، دندې، عواید، غذايي خوندیتوب، روغتیايي پاملرنې او معیشت نشتوالی په ټولنه کې د بیرته ورګېډو په برخه کې د راستانه شویو او بې‌ځایه شویو افغانانو په وړاندې د اصلي خنډونو په توګه دي".

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، دا ستونزې د افغانستان د مخ پر ودې نفوس د زیاتوالي لامل شوي دي.

همدا شان په دې نظر پوښتنه کې ویل شوي، چې د بې‌ځایه شویو او راستانه شویو کډوالو د غذايي خوندیتوب وضعیت هم د پخوا په پرتله خراب شوی دی.

د نظرپوښتنې شمیرې ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې ۵۶ فیصده راستانه شویو او بې‌ځایه شویو کډوالو په میاشت کې ۵۰۰۰ افغانۍ عواید درلودل خو په ۲۰۱۸ کال کې دا فیصدي ۴۷ ته راښکته شوې ده.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې په ۲۰۱۸ کال کې نږدې ۱۶زره افغانان په خپله خوښه د دغې کمیشنرۍ په مرسته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې دا شمیره د ۲۰۱۷ کال په پرتله ۷۳ فیصده راکمه شوې ده.

خراب امنیتي او اقتصادي وضعیت د راستانه شویو کډوالو په شمیر کې د کموالي اصلي لاملونه ښودل شوي دي.

په دې نظر پوښتنه کې، چې د ۲۰۱۸ کال له نومبر څخه د ۲۰۱۹ کال تر اپریل پورې د (اورنج ډور) په نوم د یو تحقیقاتي بنسټ له خوا ترسره شوې ده، شاوخوا ۱۴.۵ زره کسانو څخه ټیلیفوني پوښتنې شوي دي.

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دا معلومات به په افغانستان کې د راستانه شویو او بې‌ځایه شویو کډوالو د ستونزو په له منځه وړلو کې له دوی سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG