د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: تېره میاشت په خوارځواکۍ اخته ۵۰زره افغان ماشومان بستر شوي


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (يونیسف) وايي، تیره میاشت په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته شاوخوا ۵۰زره ماشومان بستر شوي دي.

د یونیسف د خوارځواکۍ د برخې مسؤلې میلاني ګالوین د یکشنبې په ورځ اګست ۲۱ (زمري ۳۰) په افغانستان کې د خوارځواکۍ پېښو زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د دغه هیواد په جنوب کې د خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوي دي.

اغلې ګالوین زیاته کړې ۲۵سلنه ماشومان چې په جولای میاشت کې بستر شوي د هلمند او کندهار ولایت اوسېدونکي وو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق د معلوماتو په اساس د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله په دغه هیواد کې په خوراځواکۍ اخته د ۴۵۷زره ماشومانو درملنه شوې ده.

یونیسف ټینګار کړی دی چې په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یونیسف وویل چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو شمېر ۹۰ سلنه زیات شوی دی.

د ملګرو متلونو په وینا د تیر کال تر جون میاشتې پورې په خوارځواکۍ اخته ۳۰زره ماشومانو درملنه شوې، خو د ۲۰۲۲ کال تر جون میاشتې پورې دغه شمېر ۵۷ زره ماشومانو ته رسېدلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت په دغه هیواد کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې وه، د یاد وزارت په وینا د ۲۰۲۲ میلادي کال له پيل څخه بیا تر دا مهاله، په افغانستان کې د خوارځواکۍ شاوخوا ۲۰۰زره پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په دغه موده کې په ټول هیواد کې د خوارځواکۍ ۶۰زره شدیدي پېښې او ۱۴۰زره متوسطې پېښې ثبت شوي دي.

له بلې خوا یونیسف وايي چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې مرکزونه ۸۸ سلنه زیات شوي او د یادو مرکزونو شمېر له ۱۴۰۰ څخه ۲۶۰۰ ته لوړ شوی دی.

پر دې سربېره د یونیسف ۱۷۱ ګرځندویه روغتیايي ټېمونه په ټول افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومانو درملنې لپاره خدمات وړاندې کوي.

XS
SM
MD
LG