د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: افغانستان کې مو څه باندې ۵۰۰زره ماشومانو ته د زده کړو امکانات برابر کړي 


د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي، چې دغې ادارې د روان ۲۰۲۳ کال د اپریل په میاشت کې افغانستان کې ۱.۲ میلیون ماشومانو ته د زده کړو او د ناچاودو توکو د خطرونو په اړه معلومات ورکړي او نورو برخو کې یې ورسره مرسته کړې ده.

یونیسف د دوشنبې په ورځ جون پنځمه (جوزا۱۵) په یو راپور کې ویلي، چې د ننګونو سره سره دوی په افغانستان کې څه باندې ۵۷۳ زره ماشومانو ته، چې ۵۹ فیصده یې نجوني دي، د زده کړو امکانات برابر کړي دي. وايي دغو ماشومان ته په ۳۰ ولایتونو کې په ۱۷۸۵۶ کلیوالي ټولګیو کې د زده کړو امکانات برابر شوي دي.

یونیسف ویلي دي چې د اپریل تر میاشتې پورې په څه باندې ۴۰۰زره ماشامونو باندې "چې ۳۸ فیصده یې نجونې دي کتابونه او د زده کړو مواد وېشلي" او تر دې دمه "نهه میلیون درسي کتابونه ویشل شوي دي چې شپږ میلیون نور د ولایتونو په تحویلخانو کې پراته دي، چې د جون د میاشتې ترپایه به وویشل شي".

همداشان د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د اپریل د میاشتې تر پایه یې ۳۲۵ نوي ټولګي د افغانستان په مختلفو برخو کې پرانیستي دي، دمخه یونیسف ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه به په افغانستان کې د مرستو رسونې د ادارو په ملاتړ د کلیوالو ښوونځیو د ټولګیو شمیر ۲۱ زره ته لوړ کړي.

د نجونو زده کړې

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي، چې د روان تعلیمي کال په پیل کې د ښوونځیو د پرانیستلو پر مهال لا هم د شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي لا هم همداسې تړلي دي او د دغو ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

د ملګروملتونو دغې ادارې ویلي، چې د نجونو د زده کړو په برخه کې د پرله پسې ګواښونو سره سره یونیسف د نهه زره او ۶۸۶ نجونو سره د نورو کړنلارو د کارولو له لارې مرسته کړې، چې په کې ۱۶۸۶ نجونې هم شاملې دي، چې د منځنۍ دورې زده کړې کړې دي.

یونیسف دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د افغانستان په ګرمو سیمو کې ښوونځیو کې ازموینو اخیستلو بهیر پای ته رسیدلی دی. یو شمیر نجونې، چې شپږم ټولګي کې یې زده کړې پای ته رسولي په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو کړو ویډيوي کلیپونو کې ددې له امله، چې خپلو زده کړو ته نور دوام نشي ورکولی په دغه وضعیت باندې انتقاد کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مرستیالې هیدربار د نجونو دغو ویډیوي ویناو ته په غبرګون کې ویلي: " څومره د شرم ځای دی، چې د شپږم ټولګي څخه د نجونو فراغت نجونو ته په په ماتم بدل کړو."

په ورته وخت کې یونیسف ویلي، چې د اپریل په میاشت کې یې ۱۱۷۸ نجونو ته د افغانستان په مرکزي، ختیځو او لودیځو ولایتونو د زده کړو امکانات برابر کړي دي.

روغتیايي خدمتونه

یونیسف وايي چې له څه باندې ۶۰۰زره ماشومانو او د ماشومانو پالونکو سره د ناچاودو توکو د خطر په اړه د پوهاوي د پروګرام په ګډون د روحي روغتیا د ساتنې په برخو کې مرسته کړې ده.

د یونیسف شمیرنې ښيي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه تراوسه افغانستان کې له ۲۱۰ زرو څخه زیات ماشومان، چې سختې خوارځواکۍ اخته وو د یونیسف تر ملاتړ لاندې ۳۲۰۰ روغتیايي مرکزونو کې تر درملنې لاندې نیول شوي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ د ادارې د اټکل له مخې ټاکل شوې، چې روان کال کې به په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمیر ۲.۳ میلیونو ته ورسیږي، چې ددغه شمیر ۸۷۵ زره یې درملنې ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي، چې افغان ماشومانو ته د ملاتړ د برابرولو په برخه کې د بودیجې د کمښت سره مخ دی او دا اداره ماشومانو ته د ملاتړ د برابرولو لپاره ۲۱ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG