د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو کمیسیون: طالبان دې د ماشومانو پر زده کړو 'غیرمنطقي او ظالمانه' محدودیت لغوه کړي


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په افغانستان کې د ماشومانو پر زده کړو د طالبانو د حکومت نوي محدودیتونه ټکان ورکوونکي ګڼلې او په دې مسله یې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا د بلې اونۍ په غونډه کې د بحث غوښتنه کړې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د شنبې په ورځ ناوخته جون لسم (جوزا ۲۰) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د طالبانو د دې اقدام په پایله کې هغه په سلګونو زره افغان ماشومان، چې د نړیوالو موسسو په مرسته یې زده کړې ترلاسه کولې له زده کړو محروم شوي دي.

اعلامیه کې ویل شوي: "په هیواد کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په زده کړو د محدودیتونو لګول د بشري حقونو د موازینو پرخلاف ګڼي او د طالبانو له مشرتابه څخه غواړي، چې ددغسې ظالمانه او غیرمنطقي کړونو څخه دې لاس واخلي".

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي، چې طالبانو نړیوالو موسسو ته خبر ورکړی، چې د افغان ماشومانو د زده کړو لپاره دې خپل ټول پروګرامومه وځنډوي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "طالبانو په دې د پوښتنې وړ پریکړې سره زمونږ د ټولنې روحیات لا زیانمن کړي او نړیوالې ادارې یې د یو ډیر سخت وضعیت سره مخ کړي دي".

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې "یونیسف" د پنجشنبې په ورځ جون اتمه (غبرګولي ۱۸) وویل، چې د طالبانو حکومت ښايي د هغو نړیوالو غیردولتي موسسو مخنیوی کړی وي، چې له ښوونځي محرومو شویو افغان ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابروي، او له کبله یې د نیم میلیون هلکانو او نجونو د زده کړې فرصت له خطر سره مخامخ شوی دی.

یونیسف ویلي، چې د طالبانو د حکومت له خوا د پوهنې په برخه کې د ښکیلو بهرنیو موسسو د فعالیتونو د بندیدو په اړه د نورو معلوماتو په لټه کې دی.

یونیسف په یوې اعلامیې کې وویل: "یونیسف د هغو راپورونو په اړه ژوره اندیښنه لري چې وايي که چیرې نړیوالو غیر دولتي موسسو ته چې د تعلیم په برخه کې کار کوي، اجازه ورنکړل شي نو د ۳۰۰ زره نجونو په شمول نږدې ۵۰۰ زره ماشومان کیدای شي په یوې میاشتې کې د کلیوالي ښوونځیو له لارې د باکیفیته زده کړې چانس له لاسه ورکړي."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون، چې ددغه هیواد څخه بهر فعالیت کوي، په اعلامیه کې ویلي، چې په دې مسله دې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا په راتلوونکي غونډه کې بحث وشي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۳ غونډه د جون روانې میاشتې په ۱۹ په ژنیو کې پیلیږي.

دغه کمیسون ویلي، چې په ۵۳ غونډه کې دې په دې مسله جدي بحثونه وشي او ترڅنګ دې د بشري حقونو ځانګړی استازی په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزولو او حساب ورکولو لپاره یو پیاوړی میکانیزم وټاکي او فعال دې کړي.

همداشان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول تاثیر لرونکو هیوادونو غوښتي، چې د طالبانو اداره په دې پریکړه بیا کتنې ته اړباسي.

دغه کمیسیون د ټولو بشري حقونو د ادارو څخه هم غوښتي، چې په افغانستان کې د خلکو د حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو دې ادارې ویلي چې د طالبانو له لورې "د ورکړل شوي ممکنه لارښود په اړه د سپیناوي په لټه کې دي" چې د طالبانو مشرانو یې تر اوسه په اړه په څرګند ډول تبصره نه ده کړې.

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي چلوي.

دا ښوونځي زیاتره په هغو سیمو کې دي چې رسمي ښوونځي نلري. ددې ښوونځیو له لارې افغان ښوونکي په عامه ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب تدریس کوي.

د طالبانو د تازه ممکنه لارښود سره سم ددې ښوونځیو چارې به ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي.

ددې نوي لارښود خبر له هغه وروسته ورکړل شوی چې د یکشنبې په ورځ د طالبانو د معارف وزارت د یو ټویټ له مخې، د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په کندهار کې د پوهنې له ولایتي چارواکو سره وکتل.

د طالبانو مشرانو په پرله پسې ډول ادعا کړې چې دوی به د بودیجې او اسلامي ښوونو سره سم د نصاب په شمول د لازمو شرایطو په برابرېدلو سره د نجونو لپاره ښوونځي بیرته پرانیزي.

XS
SM
MD
LG