د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په افغانستان کې په دریو میاشتو کې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې شوي

د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په تازه راپور کې ویل شوي دي چې په دغه هېواد کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر څخه نیولې د ۲۰۲۶ د لومړۍ میاشتې تر وروستۍ نېټې پورې ۲۶۶۰ امنیتي پېښې شوي دي.

د دغه راپور په اساس، دا امنیتي پېښې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې شوې دي، چې ځانمرګی برید، د طالب وسله والو په امنیتي چاوڼیو وسله او توغندیز بریدونه، چاودنې او نورې دا ډول امنیتي پېښې شاملې دي.

دا امنیتي پېښې د تېرکال د همدې مودې په پرتله څه باندې ۲۷ فیصده زیاتې شوې دي.

په راپور کې په دغو پېښو کې په دقیق ډول د تلفاتو جزیات ورکړل شوي نه دي، خو په کابل کې د چینایانو په یو رستورانت ځانمرګی برید یاد شوی چې د یو چینایي په ګډون اوه تنه په کې ووژل شول او شاوخوا ۲۰ نور ژوبل شول.

د داعش ډلې ددغه برید مسئولیت منلی و.

د ملګرو ملتونو دا راپور داسې مهال په افغانستان کې د دومره ډېر شمېر امنیتي پېښو راپور ورکوي، چې طالبان تل ادعا کوي په ټول هېواد کې یې امنیت ټېنګ کړی او د امنیتي پېښې نشته.

د یوناما دا راپور همدغه راز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړو یادونه هم کړې ده او وايي چې په دغې جګړې کې شاوخوا ۵۰ ولسي خلک وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

بشري وضعیت

په راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت ترڅنګ بشري وضعیت هم ښه نه دی بلل شوی.

راپور وايي چې په افغانستان کې لا هم ۲۱.۹ میلیون خلک بشري مرستو ته اړتیا لري. دا د افغانستان د ټول نفوس ۴۵ سلنه کېږي.

ملګري ملتونه وايي چې د ۱۷.۵ میلیون خلکو سره یې د حیاتي مرستو لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو مرسته غوښتي، خو وايي چې د بودیجې د کمښت له کبله یې د بشري مرستو ډېر پروګرامونه ځنډول شوي او بند شوي دي.

د یوناما په دغه راپور کې تېرکال د مرګونې زلزلې یادونه هم شوې چې په کې ۲۱۰۰ کسان مړه شول، ۳۶۰۰ نور ژوبل شول، سلګونه کورونه ویجاړ شول او خلک لا هم مرستو ته اړتیا لري.

راپور همدغه راز وايي چې تېرکال ۲.۷۸ میلیون افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي، چې نه سرپناه لري او نه هم دندې.

د نجونو تعلیم

په راپور کې د نجونو د تعلیم مسئله هم د اندېښنې وړ بلل شوې او د راپور په اساس، د نجونو په زده کړو له بندیز را وروسته لا هم ۲.۲ میلیون بالغې نجونې متوسطه ښوونځیو ته نه شي تللې.

طالبانو، واک ته له رسېدو وروسته، په افغانستان کې له شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زده کړو، کار او نور مشارکت باندې بندیز لګولی دی.

د راپور سرچېنې

د ملګرو ملتونو دا راپور د افغانستان لپاره د دغه سازمان مرستندویې ادارې (یوناما) برابر کړی او په همدې اونۍ کې يې د امنیت شورا ته وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو ریلیف سازمان نن پنجشنبه (مارچ۱۲) دا راپور په خپل ویبسایټ کې خپور کړی دی.

یوناما په هرو دریو میاشتو کې د افغانستان د وضعیت په اړه راپور برابروي او د امنیت شورا ته یې وړاندې کوي.

د راپور عمده سرچېنه په خپله یوناما او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نورې ادارې بلل کېږي او د همدې معلوماتو او شمېرو په اساس دا راپور ترتیب شوی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG