د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش له ایران څخه وغوښتل چې «پر خپلو هغو ګاونډیو بریدونه ودروي چې د دې شخړې برخه نه دي»، او ویې ویل چې اوس یې وخت دی چې متحده ایالتونه او اسرائیل هم پر ایران خپل بریدونه پای ته ورسوي.
ګوتېرش په نیویارک کې خبریالانو ته سره په خبرو کې «د بشري کړاوونو د مخ په زیاتېدونکې څپې او د ژور نړیوال اقتصادي ټکان» د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وویل: «اوس وخت دی چې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له پوړیو څخه راښکته شو او د ډیپلوماسۍ زینې ته پورته شو او د نړیوال قانون بشپړ درناوي ته بېرته ستانه شو.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړیتوب «تل سوله ده.»
لیوېټ وویل: «نورې وژنې او ویجاړۍ ته اړتیا نشته.» هغې زیاته کړه: «خو که ایران د اوسني حالت حقیقت و نه مني، که هغوی دا درک نه کړي چې په پوځي توګه مات شوي او که همداسې پاتې شي، ولسمشر ټرمپ به ډاډ ترلاسه کړي چې هغوی ته به تر بل هر وخت سخت ګوزار ورکړل شي.»
د ایران د رژیم ګاونډیو هېوادونو د چهارشنبې په ورځ د مارچ ۲۵مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وویل چې د دغه هېواد له لوري د ډرون او د توغندیو بریدونو هېڅ توجیه نشته او دا د سیمې سوله له ګواښ سره مخ کوي.
ایراني ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د خلیج په هیوادنو نوي بریدونه وکړل، چې سعودي عربستان وویل د دوی هوايي دفاع ۳۴ بېپیلوټه الوتکې او یو بالستیک توغندی شنډ کړي، په داسې حال کې چې بحرین اعلان وکړ ۳۰ ډرونونه یې له منځه وړي او متحده عربي اماراتو ۹ ډرونونه شنډ کړي دي.
ایران وروسته له هغه پر ګاونډیو عربي هېوادونو کې ملکي او د امریکا پر اهدافو بریدونه پیل کړل، چې امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه د رژیم له لوري د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ګډ عملیات پیل کړل.
په ژینو کې د ملګرو ملتونو لپاره د متحده عربي اماراتو سفیر، جمال جمعه المشراخ، د بشري حقونو شورا ته وویل چې پر اماراتي ملکي تاسیساتو، هوايي ډګرونو او استوګنیزو سیمو د ایران “خاین او ترهګر” بریدونه “په بشپړه توګه بېمسؤلیته” دي.
المشراخ د ایران دا ادعا رد کړه چې ګواکې دا بریدونه د غچ اخیستنې عمل دی او ویې ویل چې د اماراتو خاوره د ایران پر ضد د بریدونو لپاره نه ده کارول شوې.
په ژینو کې د ایران د ملګرو ملتونو استازي، علي بحریني، د دغو نیوکو په ځواب کې شورا ته وویل چې “په سیاسي او حقوقي ډګرونو کې د ایران په نښه کول یوازې” د اسلامي جمهوریت سیمهییز دښمن اسرائیل زړور کوي او “یوه تاریخي تېروتنه” ده.
د کویټ استازي، ناصر عبدالله الحیین، وویل چې د ایران بریدونه “د سیمې او نړیوالې سولې او امنیت لپاره یو وجودي ګواښ” رامنځته کوي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، ولکر ترک، په یوه ویډیويي پیغام کې شورا ته وویل چې د لوی بحران او پر ملکي وګړو د اغېزو د مخنیوي یوازینۍ لار د شخړې پای ته رسول دي.
فورم \ دبحث خونه