د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا افغان ځواکونو سره له مرستو څخه یو میلیارد ډالر نه کموي – رویترز


د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو سره ددې هیواد له مرستو څخه یو میلیارد ډالر نه کموي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د مارچ په ۲۳ کابل ته له سفر وروسته د جمهور رئیس اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي مخالفتونو په دلیل وویل چې متحده ایالات به په روان کال کې د افغانستان سره د خپلو مرستو څخه یو میلیارد ډالر کم کړي او په ۲۰۲۱ کې به هم یو میلیارد ډالر نور هم راکم کړي.

د رویتزر اژانس د دریو امریکایي باخبرو مقاماتو له قوله رپوټ ورکړی چې د امریکا د دفاع وزارت د افغان پوځیانو سره د مرستو کمولو ته لیوالتیا نلري او همداشان د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر، تر اوسه خپلو مامورینو ته امر ندی کړی چې د مرستو د کمولو په طرحه کار وکړي.

ښاغلي پمپیو د مارچ په ۲۳ کابل ته له سفر وروسته همداشان ویلي وو چې که افغان مشران ټول شموله حکومت جوړ کړي چې امنیت تامین کړای شي او د سولې په بهیر کې برخه واخلي د امریکا متحده ایالات تیار دي چې ددغو هڅو ملاتړ وکړي او هغو ارزونو ته به بیا پاملرنه وکړي چې نن یې پیل کړي دي.

جمهور رئیس غني او عبدالله عبدالله د څو میاشتو سیاسي کړکیچ وروسته بالاخره د یکشنبې په ورځ مۍ ۱۷ (غوایي ۲۸) یوه سیاسي موافقه لاس لیک کړه او ددغه سند له لاس لیک نه څو ساعته وروسته مایک پمپیو ددغه اقدام ستاینه وکړه.

خو تر اوسه د امریکا حکومت په رسمي توګه د افغانستان د حکومت سره د یو میلیارد ډالرو د مرستې د کمولو په اړه د بیا ارزونې په هکله څه ندي ویلي. همداشان رویترز رپوټ ورکړی چې سپینه ماڼۍ او د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه پدې اړوند پوښتنو ته جزییات ندي څرګند کړي.

د امریکا د دفاع وزارت هر کال د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره څه دپاسه څلور میلیارد ډالر مرسته کوي چې دغه پیسې دافغان وسله الو ځواکونو په معاشونو، غذا، سونګ موادو، لوژیستکي چارو او د زیربناو په جوړولو لګول کیږي.

رویترز د امریکا د دفاع وزارت د یو بل مقام په قول رپوټ ورکړی چې پنتاګون د افغان ځواکونو سره د مرستو د کمولو له درکه اندیښنه لري او پدې خاطر ښاغلي اسپر او د امریکا د بهرنیو چارو لوړپوړو مقاماتو د افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمولو لپاره د ښاغلي پمپیو د تصمیم نه صرف نظر کړی دی.

همداشان دوو نورو لوړپوړو مقاماتو د رویترز آژانس ته ویلي دي چې د افغان ځواکونو سره د امریکا مرستې به پرته له بدلون څخه دوام وکړي. رویترز ویلي دي چې ټولو دغو مقاماتو د نوم د نه ذکر کولو په شرط خبرې کړې دي.

د افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو د کمولو له اعلان وروسته د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان خلکو ته په یوه وینا کې ډاډ ورکړ چې د مرستو دغه کموالی به پر مهمو برخو اثر ونکړي او زیاته یې کړه چې ددغه مالي خلا د ډکولو لپاره به لارې چارې ولټوي.

XS
SM
MD
LG