د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايي ټولنې مشرانو اوکراین ته د ۵۰ میلیارد یورو په مرستې موافقه وکړه


اروپايي مشران په بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډه کې.
اروپايي مشران په بروکسل کې د اوکراین په اړه غونډه کې.

د اروپايي اتحادیې مشرانو د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ لومړۍ نیټه (سلواغې ۱۲) د اوکراین لپاره د رایو په اتفاق د ۵۰ میلیارد یورو د مالي مرستې په بستې موافقه وکړه.

د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلز میشل د دې موافقې هرکلی وکړ او ویې ویل چې اروپايي ټولنه د اوکراین د ملاتړ مشري او مسوولیت په غاړه اخلي او پوهیږي چې "څه په خطر کې دي."

هغه په ایکس ټولنیزې شبکې کې لیکلي: "موږ یوې موافقې ته ورسیدو. ټولو ۲۷ مشرانو د اروپايي اتحادیې د بودیجې په چوکاټ کې د اوکراین لپاره د ۵۰ میلیارد یورو په اضافي مرستې موافقه وکړه. دا د اوکراین لپاره یو باثباته، اوږدمهاله او د اټکل وړ بودیجه تضمینوي."

د ډسمبر په میاشت کې د اروپايي اتحادیې په وروستۍ غونډه کې، د شورا ۲۶ غړو د اوکراین لپاره د ۵۴ میلیونو ډالرو د مرستې په بستې موافقه وکړه، خو د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان له دې سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا پیسې باید د اروپايي اتحادیې له بودیجې څخه تامین نشي، ځکه چې اوکراین غړی هېواد نه دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دې موافقې هرکلی وکړ او ویې ویل چې دا د "اروپايي ټولنې قوي یووالی په ډاګه کوي."

زیلینسکي په ایکس شبکې کې وویل: "له اوکراین سره د اروپايي اتحادیې دوامداره مالي ملاتړ اوږدمهاله اقتصادي او مالي ثبات ته وده ورکوي، او په روسیې باندې د نظامي مرستو او بندیزونو د فشار په څیر مهم دی."

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا وویل چې د پنجشنبې په ورځ د مرستې د کڅوړې تصویب د اوکراین څخه "د ستړي کیدو یا د ملاتړ د کمیدو په اړه د هرې خبرې" سره په تضاد کې دي.

کولیبا وویل، "دا همداشان یوه ښکاره نښه هم ده چې د اوکراین او نړۍ د عزم د کمزورتیا لپاره د ولادیمیر پوتین [روسیې ولسمشر] هیلې بې ځایه دي."

شنونکي وايي چې د اروپايي ټولنې مرستې د کیف لپاره حیاتي دي. د اروپا د اصلاحاتو د مرکز څخه لویجی اسکازیري، وايي چې په اصل کې اوکراین دې مرستې ته د ژوندي پاتې کیدو او په جګړه کې د پاتې کیدو لپاره اړتیا لري.

سکازیري امریکا غږ ته وویل: "د دې مرستو موخه د اوکراین د پوځي ظرفیت لوړول نه دي. د دې لپاره جلا بودیجه شته، چې هغه هم د هنګري له خوا ځنډول شوی او په اړه به یې خبرې وشي."

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان له اوږدې مودې راهیسې د اروپايي اتحادیې په سترګو کې د اغزي په څیر پاتې شوی، ځکه چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ښې اړیکې لري. هنګري له پیله د روسیې پر ضد په بندیزونو کې له ګډون او اوکراین ته د وسلو له استولو ډډه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG