د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا لوی څارنوال په مظاهرو کې د فدرالي ځواکونو د مداخلي ملاتړ وکړ


ویلیم بار لومړي ځل لپاره د استازو مجلس د قضایه کمټې مخ ته راڅرګند شو
ویلیم بار لومړي ځل لپاره د استازو مجلس د قضایه کمټې مخ ته راڅرګند شو

د امریکا د متحده ایالتونو لوی څارنوال ویلیم بار د چهار شنبې په ورځ (جولای۲۸) د پارلمان غړیو ته وویل چې د اوریګن ایالت په پورټلنډ ښار کې د مظاهرو د کرارولو لپاره د فدرالي ځواکونو مداخله ضروري وه.

ښاغلي بار د کانګرس د یو شمیر دیموکراتو غړو هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواکې دی د امریکا په متحده ایالتونو کې د قانون د واکمنۍ په ځای جمهور رئیس ټرمپ ته ډیر وفادار دی.

په پورټلنډ کې له دوو میاشتو راهیسې مظاهرې پیل شوي دي، خو اوس د شپې له خوا د هغه ښار د محکمې مخ ته له فدرالي ځواکونو سره د نښتو له امله زور اخلي.

د امریکا لوی څارنوال د فدرالي ځواکونو د تخنیکي ټیم له مداخلې ملاتړ وکړ او ویې ویل:" هغه څه چې شپې له خوا د محکمې مخ ته کیږي مظاهرې ورته نشو ویلی. دا په هره مانا د امریکا د متحده ایالتونو پر حکومت برید دی."

مظاهره کوونکي په ټوله امریکا کې په دې نظر دي چې د هیواد په پولیسو کې سیستماتیک تعصب یوه جدي ستونزه ده، خو ویلم بار یې نه مني.

باور وویل:" د هغو بې وسلو تور پوستو شمیر چې تر اوسه د پولیسو له خوا وژل شوي اته دی خو د هغو بې وسلو سپین پوستو شمیر چې د پولیسو له خوا په نښه شوي ۱۱ دی. په مجموع کې د پولیسو له خوا په هدف ګرځولو کې کموالی راغلی دی."

دا لومړی ځل وو چې د امریکا لوی څارنوال د استازو په مجلس کې چې د دیموکراتانو له خوا کنټرولیږي ، راڅرګند شو.

دیموکراتان وايي د لوی څارنوال له خوا د فدرالي ځواکونو کارول سیاسي اقدام دی چې د نوامبر میاشتې د جمهوري ریاست له ټاکنو مخکې کیږي.

د استازو مجلس د قضایه کمیټې مشر جیري ندلر وویل:"امریکایان ستاسې په دې اقدام ډیر شکمن دي. یو شمیر کسان شته چې په دې باور دي، تاسې یادو ښارونو ته فدرالي ځواکونه له تاوتریخوالي څخه د ډکو جرمونو د مقابلې لپاره نه استوئ، بلکې ددې لپاره یې استوئ چې له ولسمشر سره په بیا ټاکل کیدو کې مرسته وکړي."

بار همدارنګه د جون په لومړۍ نیټه سپینې ماڼۍ ته څیرمه د مظاهره چیانو د شړلو په اړه د ټرمپ د پریکړې دفاع وکړه، او ویې ویل دا ضروري وه چې د ولسمشر ساتنه شوې وای.

د مې په ۲۵ نیټه د تور پوستي جورج فلویډ له وژل کیدو وروسته د امریکا په یو شمیر ښارونو کې د نژادي تعصب په وړاندې مظاهرې پیل شوي دي چې په یو شمیر ښارونو کې په تاوتریخوالي هم اووښتې دي. ​

XS
SM
MD
LG