د برما پوځي واکمنانو کوښښ کاوه د امریکا د نیو یارک ایالت د مرکزي بانک نه خپل شاوخوا یو میلیارد ډالر وباسي خو امریکایي چارواکو یې مخه نیولې ده.
امریکا وروسته تر هغه دننه په امریکا کې د برما د پوځ شتمنې کنګل کړه چې د د تېرې میاشتې په لومړۍ نیټې یې د پوځي کودتا د لارې د هیواد مشره آنګ سان له واکه لیرې کړله او د هیواد چارې پوځ په لاس کې واخیستې.
د امریکا د حکومت یوې سرچینې چې د موضوع په اړه معلومات لري، ویلي چې د پیسو د ایستو دا هڅه د فبروري د میاشتې په څلورمه نیټه د برما د مرکزي بانک په نامه شوې وه خو د امریکا د مرکزي بانک حفاظتي تدابیرو یې مخه نیولې وه.
وروسته امریکایي چارواکو د دې پیسو په انتقال بندیز ولګاوه او وایي د جمهور رئیس جو بایډن اجرائیوي فرمان ته انتظار کوي چې له مخې به یې هغوي وکړی شي دا پیسې په قانوني توګه د تل لپاره د دوران نه وغورځوي.
معلومه نده چې د نیویارک ایالت په مرکزي بانک کې دا پیسې د چا په نامه دي. د امریکا د خزانې وزارت او د نیویارک مرکزي بانک هم پدې اړه د معلوماتو د ورکولو نه ډډه کړې.
د رویټرز خبري اژانس څو ځله هڅه کړې چې د موضوع په هکله د برما د پوځ د ویاند سره وغږیږي خو پوځ ټیلیفون ته ځواب ندی ویلی او د برما مرکزي بانک سره هم د اړیکې نیولو هڅې ناکامه شوي.
ویل کیږي چې د برما پوځ وروسته تر هغه د دې پیسو د ایستلو هڅه کړې وه چې د پوځي کودتا نه وروسته یې د مرکزي بانک نوی رئیس وټاکه او پخوانی رئیس یې چې یو اصلاح غوښتونکی شخص و، ونیوه او بندي یې کړ.
په برما کې د پوځي کودتا او د کودتا نه وروسته د مظاهره چیانو د ځپلو په غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، اروپایي اتحادیې او برتانیې د هغه هیواد په پوځ تازه بندیزونه ولګول.
ملګرو ملتونو ویلي چې پوځ او پولیسو د پوځي کودتا راپدیخوا لږ تر لږه ۵۴ کسان وژلي او د ۲۹ خبریالانو په ګډون یې د ۱۷ سوو نه ډیر بندیان کړیدي.