د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او کاناډا جنګي کښتۍ د تایوان له تنګې څخه تیرې شوې


پداسې حال کې چې د بیجنګ او تایپی ترمنځ کړکیچ د نړیوالې اندیښنې سبب شوی، د متحده ایالاتو پوځ وایي دوه امریکایي او کاناډایي کښتۍ د تایوان د تنګي له اوبو څخه تیرې شوې.

چین ادعا لري چې تایوان یې د خاورې جز دی او پدې وروستیو کې یې خپل هوایي ماموریتونه د تایوان هوایي دفاعي ساحې (ADIZ) زیات کړي دي؛ هغه اقدام چې د تایپی د غوسې سبب شوی دی.

د امریکا پوځ نن د اکتوبر په ۱۷ (تلې ۲۵) وویل چې ددې تنګي څخه چې تایوان له چین څخه جلا کوي د جنګي کښتیو تیریدل، د ازاد اندو-پسفیک څخه د متحده ایالاتو او د هغه د متحدینو د ژمنو ښکانرندوي کوي.

چین چې ددغو اوبو څخه د امریکا د جنګي کښتیو د تیریدو له وجې په غوسه شوی واشنګټن یې د سیمه ییز کړکیچ په زیاتولو تورن کړی دی.

د تایوان د دفاع وزارت نن وویل چې درې چینایي الوتکې - دوه جي-۱۶ او یوه د اوبتلونو ضد الوتکه – یو ځل بیا د ADIZ پر سر الوتي دي.

تایوان په ۱۹۴۹ کال کې له چین څخه جلا شو، خو بیجینګ دغه خودمختاره ټاپو د خپلې خاورې جز ګڼي او ژمنه یې کړې چې د هغې اداره به حتمي په زور که هم وي ترلاسه کړي.

متحده ایالات، تایوان د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت نه پیژني، خو د هغه د دفاعي وړتیاو ملاتړ ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG