د لاس رسي وړ اتصالات

تجارت او تایوان؛ د امریکا او چین ترمنځ کړکیچ زیات شوی


جو بایډن او شي جینپینګ
جو بایډن او شي جینپینګ

سپینې ماڼۍ ویلي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د خپل چینایي سیال شي جینپینګ، سره د روان کال په پای کې په مجازي توګه وګوري.

له دې دمخه د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان، د خپل چینایي سیال یانګ جیچي سره د سویس د زوریخ په ښار کې کتلي و.

ددغو دوو هیوادونو د لوړپوړو مقاماتو تماسونه په داسې وخت کې کیږي چې واشنګټن بیجینګ پر تایوان باندې د پوځي فشار بندولو او په خپلو سوداګریزو ژمنو باندې دریدلو ته هڅوي.

په څو تیرو اونیو کې چین لږ تر لږه د جنګي جت الوتکو ۱۵۰ پروازونه د تایوان د هوایي حریم پر سر کړي دي، هغه اقدام چې د متحده ایالاتو له خوا چین ته د خبرداري سبب شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د چین د جنګې جت الوتکو پروازونو ته په اشارې وویل: "دغه کړنې بې ثباته کوونکي دي. د ناسمې محاسبې د خطرونو سره جوخت دی او د سیمې د سولې او ثبات د له منځه وړلو احتمال پیدا کوي."

تایوان ځان خپلواک هیواد بولي، خو چین هغه یو انشعابي ولایت بولي. پء تایوان د چین وروستي فشارونه د واشنګټن او بیجینګ ترمنځ موجود کړکیچ لاهم ډیر کړی دی.

د رنډ د تحقیقاتي بنسټ لوړپوړي څیړونکي تیموتي هیث، د چین او امریکا ګړکیچ ته په اشارې وویل: "که څه هم دا د اندیښنې وړ دي، فکر نکوم چې د جګړې خطر دې وي. فکر نه کوم چې نه چین او نه هم متحده ایالات دې د جګړې د هڅولو ته علاقمند وي."

متحده ایالاتو د تایوان سره غیر رسمي اړیکې او دفاعي ملاتړ ساتلی دی، خو تر اوسه یې هغه د یو خپلواک هیواد په توګه په رسمیت ندی پیژندلی.

د تایوان د مسلې سربیره متحده ایالات وایي چین د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په موافقې عمل ندی کړی. ددغه موافقې له مخې چین باید د ۲۰۲۱ کال تر پایه له امریکا څخه د ۲۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت کالي او امریکایي خدمات واخلي.

د امریکا د متحده ایالتونو جګپوړې تجارتي مرکچي ویلي چې چین د تیر کال په ژمنو کې ناکام شوی او واشنګټن به ډیر ژر له بیجینګ سره روښانه خبري اتري وکړي. میرمن کټرین ټای د خبرو پرمهال وویل: "چین ژمنه کړې وه چې ورڅخه د کرنې په شمول د امریکا مشخص صنعتونه مستفید کیدل او موږ باید دا تعهد عملي کړو."

متحده ایالاتو همداشان د استرالیا په ګډون د هند د سمندر د حوزې د قوتونو سره ایتلافونه غښتلي کړي او تازه یې د استرالیا سره د اټومي اوبتل د خرڅلاو یوه معامله لاس لیک کړې ده. د امریکا ولسمشر جو بایډن همداشان تیره میاشت د استرالیا، هند او جاپان د مشرانو کوربه و.

XS
SM
MD
LG