د لاس رسي وړ اتصالات

ټېلرسن: د کوريا په ټاپووزمه کې حالات خطرناک دي


ښاغلي ټیلرسن تېره ورځ ویلي وو چې د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدام هم یو انتخاب دی
ښاغلي ټیلرسن تېره ورځ ویلي وو چې د شمالي کوریا پر ضد پوځي اقدام هم یو انتخاب دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس، ټېلرسن له جاپان او جنوبي کوریا څخه تر لیدني وروسته د چین پلازمینې بیجینګ ته رسیدلی دی.

نوموړي له خپل چینايي سیال وانګ یي سره په لیدنې کې د شمالي کوریا د اټومي پروګرام، سوداګرۍ او د جنوبي چین سمندر په تړاو د شخړو په اړه خبرې کړي دي.

ټېلرسن د کوریا په ټاپووزمه کې حالات "خطرناک" بللي دي.

نوموړي وویل: "د بهرنیو چارو وزیر، وانګ او ما د شمالي کوریا په اړه پراخ بحثونه وکړل. د بهرنیو چارو وزیر، د کوریا ټاپووزمې د اټومې بې وسلې کولو په تړاو د چین اوږدمهاله تګلاره تائید کړه. موږ خپل نظریات شریک کړل. زه فکر کوم چې موږ ګډ نظر لرو او داسې احساس کوو چې په ټاپو وزمې کې اوسمهال کړکیچ زیات دی او حالات یو خطرناک پړاو ته رسیدلي دي."

ټېلرسن چین ته تر خپل سفر وړاندې له جاپان او جنوبي کوریا څخه لیدنه وکړه. هغه د جمعې په ورځ [۱۷ مارچ] جنوبي کوریا کې وویل چې د اړتیا په صورت کې به امریکا د شمالي کوریا د ګواښ د مخنیوي په موخه له پوځي لارې کار واخلي.

ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یکشبنې په ورځ [مارچ ۱۹] د چین له جمهور رئیس شي جن پنګ سره تر لیدنې وروسته آسیا ته خپل لومړنی سفر پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG