د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د چاکلیټو په یوې فابریکه کې چاودنې دوه کسان وژلي


سیمه ایزو رسنیو خبر ورکړی چې د متحدو ایالتونو د پنسلوانیا ایالت د چاکلیټو په یوې فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او نهه نور تري تم دي.

یو سیمه ایز ټلویزیون ویلي دي چې دغه چاودنه د جمعې په ورځ مارچ ۲۴ (وري څلورمه) په سیمه ایز وخت د ماښام په پنځو بجو د RM Palmer Company په نامه فابریکه کې شوې ده.

ویل کیږي چې د مړو او لادرکه کسانو تر څنګ، شپږ تنه روغتونونو ته هم انتقال شوي دي.

د پنلسوانیا ایالت د وسټ ریډینګ سیمې ښاروال سامنټا کاګ په خبري کنفرانس کې وویل: "فابریکه له بدمرغه ډیره همواره شوې ده. هغوی نشي کولی له ودانۍ څخه څه وژغوري."

نوموړي زیاته کړه، چاودنه ډیره لویه وه او ودانۍ یې څلور فیته بیځایه کړه.

په ټلویزیوني تصاویرو کې ولیدل شول چې له چاودنې وروسته په ویجاړیو کې اور هم ولګید خو اور وژغونکو یې د خاموشه کولو هڅې پیل کړې. چارواکو ویلي دي چې د چاودنې د علت په اړه تحقیقات روان دي.

د یادې فابریکې د ویب پاڼې د معلوماتو له مخې، دغې فابریکې د ۱۹۴۸ کال راهیسې د عاشقانو د ورځې په ګډون د بیلابیلو دودیزو مناسبتونو لپاره، چاکلیټ تولیدول.

XS
SM
MD
LG