د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ملکي الوتکو کابل ته د پرواز اجازه ترلاسه کړه


د امریکا د هوانوردي فدرالي ادارې د امریکا ملکي الوتکو او پیلوټانو ته اجازه ورکړې چې کابل ته پرواز وکړي څو د زر ګونو کسانو د لیږد په برخه کې د هغه هیواد له پوځیانو سره مرسته وکړي.

خو دې ادارې د واشنګټن په وخت ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې ملکي پیلوټان او الوتکي نشي‌ کولی د امریکا د دفاع وزارت له اجازې پرته د کابل نړیوال هوایي ډګر او یا هم د افغانستان فضا ته نږدې پرواز وکړي.

رویټرز خبري آژانس د امریکا د هوانوردي د فدرالي ادارې د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د کابل هوایي ډګر ته ټول کمکي پروازونه باید د امریکا د دفاع وزارت په اجازه ترسره شي. دفاع وزارت له دې امر څخه استثنا دی.

د پنټاګان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي چې آیا د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه به د زرګونو کسانو د لیږد لپاره د ملکي برخې له پیلوټانو او الوتکو‌ څخه استفاده وکړي که نه؟

خو د سپینې ماڼۍ چارواکو د چهار شنبې ناوخته د اګست په ۱۸ وویل چې د اګست له ۱۴ څخه تر اوسه پورې کابو ۶۰۰۰ کسان له افغانستان څخه دې هیواد ته لیږدول شوي دي.

امریکا پلان لري چې په ورځ کې ۵۰۰۰ تر ۹۰۰۰ کسان د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه وباسي.

په ورته وخت کې د امریکا د هوانوردۍ ادارې هم د ملکي برخو پیلوټانو ته خبرداری ورکړی چې د تندلارو او افراطي ډلو د فعالیت له امله د دفاع وزارت له اجازې پرته د افغانستان فضا ته نږدې نشي.

پنټاګان د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر کنټرول یې اخیستی دی. خو تر دې یوه ورځ مخکې د امریکا یونایټیډ ایرلاینز هوایي شرکت د خپلو پروازونو مسیر د افغانستان له فضا څخه بدل کړ ، هغه اقدام چې د هند او امریکا ترمنځ یې د الوتنو بهیر متاثر کړی دی.

XS
SM
MD
LG