د لاس رسي وړ اتصالات

د دوحې هوکړې تطبیق؛ د امریکا کانګرس استماعیه غونډه جوړوي


خلیلزاد او ملابرادر د دوحې د غونډې د موافقې پر وخت
خلیلزاد او ملابرادر د دوحې د غونډې د موافقې پر وخت

د امریکا د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې ویلي چې ټاکل شوې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵به د افغانستان سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې د نه پلي کیدو د عواملو په اړه دغې کمیټې ته معلومات ورکړي.

دغې کمیټې د سه شنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ ۱۳ ( سلواغې ۲۴) په خپله اینټرنیټي پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې زلمی خلیلزاد به هم په استماعیه غونډه کې د شاهد په توګه برخه واخلي.

دا غونډه د "پردې شاته: د بايډن ادارې څنګه د دوحې هوکړه عملي نشوه کړی" ترنامه لاندې په دوحه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د افغانستان د وضعیت په اړه د بحث لپاره د دوییمې مشورتي غوندې د جوړیدو په درشل کې جوړیږي.

د دوحې غونډه چې بله اونې د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ جوړیږي په کې به افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو او د ځینو نړیوالو سازمانو استازي ګډون وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهال د طالبانو سره په دوحه کې د خپل پخواني ځانګړي استازي زلمي خیلیزاد په مشرۍ د سولې خبرې پیل کړې چې د څو میاشتو خبرو وروسته د دواړو خواو ترمنځ د جمهور رئیس جو بایډن د ادارې پر مهال د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ یوه هوکړه لیک لاسیلک شو.

په دې هوکړه کې د تروریستي ډلو سره د طالبانو د اړیکو د پرې کیدو ترڅنګ په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو او په دغه هیواد کې بشري حقونو ته د درناوي مسایلو ته هم ځای ورکړل شوی وو.

د دوحې په هوکړه کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ۲۰۲۱ کال د مۍ د میاشتې لومړۍ نیټه په پام کې نیول شوې وه، خو جمهور رئیس بايدن د همدې کال د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د اګست د میاشتې تر وروستیو له افعانستان څخه ووځي.

یو شمیر امریکايي استازو په پرله پسې ډول له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د ګډوډیو څخه شکایت کړی او ددې کار پړه یې د جمهور رئیس بایډن په غاړه اچولې ده.

د امریکا د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو لوړپوړي غړي مایک مک‌کال څه موده وړاندې ویلي و چې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې " د پوځي مشرانو مشورو او د دپلوماتانو جدي خبرداریو څخه سترګې پټول ددې ناورین سبب شو.

د جمهور رئیس جوبایډن ادارې دغو نیوکو ته په ځواب کې ویلي چې د دوحې هوکړه ورته د پخواني جمهور رئیس ټرمپ څخه د میراث په توګه پاتې وه چې یا باید ورته ژمن پاتې شوی وی او یا هم د امریکا د متحده ایالاتو ترټولو اوږد جنګ یې د دغه هیواد یو بل جمهور رئیس ته په میراث کې ور پریښی وی.

د امریکا د استازو مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې د افغانستان د سولې لپاره پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ته د دوحې د هوکړې نه پلي کیدو د عواملو په سر د بحث لپاره دا بلنه په داسې حال کې ورکړې چې د امریکا او د طالبانو ترمنځ د دوحې د هوکړې د لاسلیک څخه د څلورم کال پوره کیدو ته یوازې دوه اونۍ پاتې دي.

د امریکا متحده ایالاتو په پرله پسې ډول د طالبانو حکومت د دوحې د هوګړې څخه په سرغړونو په ځانګړي دول د القاعده د ډلې په ګډون د تروریستي ډلو سره د اړیکو په دوام تورن کړی او ویلي دي چې طالبانو دا هوکړه نه ده عملي کړې. خو طالبانو بیا په امریکا متحده ایالاتو باندې د هوکړې د نه عملي کیدو تور لګولی دی.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو نوي راپور کې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په میاشت کې خپور شوی ویلي، چې طالبانو له القاعده شبکې سره خپلې نږدې اړیکې ساتلي او ددغې ډلې یو شمیر لوړ پوړي چارواکي لا هم په افغانستان کې دي.

په دې راپور کې ویل شي چې القاعدې ډلې په افغانستان کې اته نوي روزنیز مرکزونه جوړ کړي چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې دي. راپور وایي چې القاعده په پنجشیر ولایت کې د وسلو یو ډیپو هم لري.

د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کې د القاعدې د ډلې د فعالیتونو د محدودولو لپاره د طالبانو هڅې د دغو دوو ډلو ترمنځ د یو لړ اختلافاتو سبب شوې هم دي.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د القاعدې ډلې شاوخوا لس لوړ پوړي مشران چې له طالبانو سره تاریخي اړیکې لري په افغانستان کې میشت دي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ اول (سلواغې ۱۲) په یوه اعلامیه کې دا راپور رد کړی او ویلي دي چې د ملګرو ملتونو له ادرس څخه د طالبانو پر حکومت باندې د تور پورې کولو پروپاګند یو منظم پروګرام پيل شوی دی.

طالبان چې د دوحې د هوکړې د دلاسلیک شاوخوا ۱۷ میاشتې وروسته افغانستان کې واک ته رسیدلي تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد او نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG