د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د تخلیې په بهیر کې ایستل شوی یو افغان بیرته افغانستان ته ولیږه


د متحده ایالاتوو حکومت د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ د میاشتې په دوهمه اونۍ کې یو افغان چې د تخلیې د بهر په ترڅ کې امریکا ته انتقال شوی و، بیرته افغانستان ته ولیږه.

د متحده ایالاتو په ویرجینیا ایالت کې میشت د Axios خبري ویبپاڼې موندلي چې دغه افغان د "جرمي سابقې د لرلو" په دلیل بیرته افغانستان ته انتقال رشوی دی.

دغې ویبپاڼې رپوټ ورکړی چې د لسګونو زرو افغانانو له جملې څخه چې متحده ایالاتو ته انتقال شوي، د هغوی یواځې د ګوتو په شمار کسان لا هم د جنایي سابقې د درلودلو په دلیل او د نورو اندیښنو په وجه د امریکا سره توقیف دي.

له دې دمخه د واشنګټن پوست ورځپاڼې د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې رپوټ ورکړی و چې د لسګونو زرو افغانانو له جملې څخه چې متحده ایالاتو ته انتقال شوي، یواځې ۴۴ تنه یې د ارزونو په ترڅ کې د امریکا ملي امنیت ته د بالقوه ګواښ په توګه په نښه شوي دي.

ددغه رپوټ په اساس اوس د اړتیا په صورت کې هیواد ته د افغانانو د بیرته استولو یو بهیر ایجاد شوی دی، خو ددغه بهیر په اړه نور جزییات ندي ورکړل شوي.

د امریکا د حکومت د هغو داخلي اسنادو په اساس چې Axios ویپاڼې ته ورکړل شوي دغه ایستل شوی افغان د فبرورۍ په ۱۳ د مقاماتو سره په همغږۍ د قطر له پایتخت دوحه څخه افغانستان ته انتقال شوی دی.

دغې ویبپاڼې رپوټ ورکړی چې ددغه افغان د جرم جزییات ندي مشخص شوي، خو د امریکا د حکومت یو مسول مقام Axios ته ویلي چې ایستل شوی کس د ترهګرو شبکو سره هیڅ ډول اړیکه نه درلوله او د امریکا ملي امنیت ته یې هیڅ ډول ګواښ نه پیښاوه، خو ددغه کس د جرمۍ سابقې په اړه یې جزییان ندي څرګند کړي.

دغه امریکايي مقام ویلي چې: "دا د ارزونې د سیستم ګټورتیا ده."

ددغه رپوټ په اساس ټول افغانان چې متحده ایالاتو ته انتقالیږي امریکا ته ته له تللو دمخه ددې هیواد د څو ادارو له لورې یې ماضي ارزول کیږي.

د متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت یو مقام په یوه اعلامیه کې د Axiosویبپاڼې ته ویلي چې د افغانانو د ارزونې بهیر دوام لري. هغه زیاته کړې چې "که افراد په جرمي فعالیت کې دخیل شي یا اضافي معلوم ترلاسه شي چې د اندیښنې سبب شي، د امریکا حکومت کولای شي داسې اقدامات وکړي چې په کې قانوني تعقیب، د موقت اقامت لغو او د ایستلو بهیر ته وړاندې کول شامل دي."

هغه افغانان چې د تخلیې بهیر په ترڅ کې له افغانستان څخه وایستل شول، متحده ایالاتو ته د رسیدو وروسته لومړی په موقتي توګه د امریکا په یوه پوځې اډه کې ځای پر ځای شوي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تیره اونۍ په یو ټویټ لیکلي وو چې ټول دغه افغانان په ټوله امریکا کې بیا میشت کړای شوي دي او د افغانانو وروستۍ ډله د فبرورۍ په ۱۹ د پوځیانو له اډې چې په موقته توګه په کې میشت وو، وتلې ده.

د CBS News د رپوټ په اساس ددغو افغانانو څه دپاسه له دریو څخه یوه برخه یې په ټکزاس، کالفورنیا او ویرجینیا ایالتونو کې میشت کړای شوي دي.

د امریکا د داخلي امنیت وزارت یو مسول د Axios خبري ویبپاڼې ته ویلي چې "مونږ تیار یو چې په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د نورو شرایط لرونکو افغانانو هرکلی وکړو" چې په زرګونو افغانان په کې شامل دي چې د امریکا څخه بهر په ترانزیتي محلاتو کې امریکا ته د انتقال د بهیر لپاره تر کار لاندې دي.

XS
SM
MD
LG