د لاس رسي وړ اتصالات

د دوو ایالتونو په مقدماتي نتیجو کې ټرمپ مخکښ دی


ښاغلی ټرمپ وایي چې د انتخاباتو په گټولو سره به امریکا بیا "ستره" کړي
ښاغلی ټرمپ وایي چې د انتخاباتو په گټولو سره به امریکا بیا "ستره" کړي

د امریکا د متحده ایالاتو په اکثرو لویدیځو ایالتونو کې لا هم رای اچونه روانه ده، خو د انتخاباتو ناظرین د هغو ایالتونو رپوټونو ته سترگې په لار دي چې د انتخاباتو اصلي سرنوشت معلومولای شي او هغوی ته "متردد ایالتونه" ویل کیږي.

د رای ورکوونکو د نظر پوښتنې او د کنتاکی او انډیانا په ایالتونو کې د رائیو د یو شمیر مرکزونو له تړلو وروسته څرگندیږي چې دونالد ټرمپ د هیلري کلنتن په پرتله په دغو دوو ایالتونو کې مخکې دی.

خو وروستۍ نتیجې به په ډاگه کړي چې جمهوري غوښتونکی کاندید دونالد ټرمپ خپله مخکښي ساتلی شي او که نه.

د امریکا په نورو ۴٨ ایالتونو کې رای شمیرنې پیل او یا هم په پیل کیدو دي چې د ټولو رائیو له شمیرلو وروسته به څرگنده شي چې کوم کاندید ٢٧٠ انتخاباتي حوزې گټي او د امریکا راتلونکی ولشمر به شي.

متردد یا دوه زړي ایالتونه هغه دي چې اکثریت وگړي په ثابته او بشپړه توگه د کوم گوند پلوي نه کوي، او دا ایالتونه تل د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزې ډگر وي.

فلوریدا، شمالي کارولینا، میشیگن، اوهایو، پنسلوانیا، نوادا او د اریزونا ایالتونه تر تیرې اونۍ پورې د "مبارزې ډگر" ایالتونه گڼل کیدل.

د امریکا په ختیځ ایالتونو کې د رای د مرکزونو په تړلو سره د فلوریدا، شمالي کارولینا، پنسلوانیا او اوهایو د رائیو نتجې اعلانیږي او څرگنده به شي چې څوک – دموکراته هیلري کلنتن او یا جمهوری غوښتونکی دونالد ټرمپ – به ددې ایالتونو گټونکی شي.

شمالي کارولینا په ځانگړې توگه د پاملرنې وړ ده او دواړه کاندیدان د انتخاباتي مبارزې له پیل راهیسې په مجموعي توگه ٢١ ځلې د رای ورکوونکو د پلوۍ د جلبولو په خاطر دغه ایالت ته تللي دي.

د امریکا ټول ایالتونه د هغوی د نفوس په اساس په ٥٣٨ حوزو ویشل شوی دی چې په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره یو کاندید باید د انتخاباتي حوزو۲۷۰ رای خپلې کړي.

فلوریدا او اوهایو د زیاتو انتخاباتي حوزو په لرلو سره تل د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په سرنوشت کې مهم رول درلودلی دی.

په تیرو څلور لسیزو کې جمهوري غوښتونکي شپږ ځلې او دموکراتان څلور ځلې په فلوریدا کې بریالي شوي دي. همداشان د جمهوري ریاست په تیرو لسو انتخاباتو کې ددې دوو گوندونو څخه هریو پنځه پنځه ځلې په اوهایو کې بریا ترلاسه کړې ده.

د رای ورکوونکو معیارونه

د هغو لومړنیو نظر پوښتنو له مخې چې د سي ان ان تلویزیوني شبکې د رای اچونې له مرکزونو بهر ترسره کړي دي، ٣٨ فیصدو خلکو ددې پوښتنې په بنسټ رای ورکړي چې آیا کوم کاندید کولای شي چې بدلون رامنځ ته کړي.

دا نظرپوښتنې ښیي چې ۴٢ په سلو کې رای ورکوونکو د خپل نظر وړ کاندید ته د لیوالتیا او ٣١ فیصدو د خپلو مشخصو ملاحظاتو په بنسټ په انتخاباتو کې گډون کړی دی. خو ٢٥ فیصده رای ورکوونکو په دې خاطر چې یو کاندید یې نه خوښیږي نو د هغه سیال ته یې رای ورکړې دي.

د رویترز د خبري اژانس او IPSOS یوه نظر پوښتنه ښيي چې د امریکا د متحده ایالاتو په سلو کې ٧٢ رای ورکوونکي په دې باور دي چې اقتصاد د بډائیو په گټه منحرف شوی دی.

د اسوشیتید پرس اژانس بیا لیکي چې د امریکا ۴٥ جمهور رئیس / جمهور رئیسه به د یو اندیښمن ولس مشري وکړي چې په ژوره توگه د اقتصادي، زده کړو، نژادي او کلتوري فرصتونو په وجه سره ویشل شوی دی.

XS
SM
MD
LG