د لاس رسي وړ اتصالات

یمن سره د ۶۰۰ میلیونو ډالرو نورې مرستې ژمنه وشوه


د امریکا متحده ایالتونو او اروپایي ټولنې په مشرۍ مرسته کوونکو له یمن سره د ۶۰۰ میلیونو ډالرو نورې مرستې ژمنه وکړه، خو ملګر ملتونو خبرداری ورکړی چې د مالي امکاناتو نه رسیدل به میلیونونه کسان له لوږې سره مخ کړي.

امریکا که څه هم د ۲۹۰ میلیونو ډالرو اضافي مرستې ژمنه وکړه خو ویلي دي د حل وروستۍ لار د جګړې ختمیدل دي کوم چې د ملګرو ملتونو په وینا د نړۍ د تر ټولو بد بشري ناورین لامل شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن په یوې اعلامیه کې ویلي دي:"بشري مرستې د خلکو په ژوند کې مهم رول لوبوي، خو دا یوازې نشي کولی کړکیچ هوار کړي."

نوموړي پر سعودي عربستان چې په یمن کې یې د ویجاړونکو هوایي عملیاتو مشري کوله، پر حوثي اورپکو او حکومت غږ وکړ چې هغه هیواد ته د سوند توکو د رسیدو په برخه کې مرسته وکړي، یو هغه علت چې د نوموړي هیواد اقتصاد یې بې ثباته کړی او اکثریت یمنیان یې له خوراکي توکو محروم کړي دي.

اروپايي ټولنې هم له یمن سره د ۱۳۹ میلیونو ډالرو ژمنه وکړه. اکسفام وایي په مجموع کې د ۶۰۰ میلیونو ډالرو ژمنه شوه. که څه ملګرو ملتونو له یمنیانو سره د مرستې په هدف د ۳.۹ میلیاردو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه لا یو میلیارد هم ندي ټول شوي‌.

د نړۍ د خوراکي پروګرام اجرایوي مشر ډیویډ بیسلي له نویو ژمنه شویو مرستو څخه هرکلی کړی خو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو دا اداره تر اوسه کافي امکانات نلري چې پر مرستو متکي له ۱۲.۹ میلیونو خلکو سره مرسته وکړي. دا شمیر خلک د یمن کابو نیمایي نفوس جوړوي.

بیسلي زیاته کړه، د نړۍ خوراکي پروګرام اټکل کوي چې په اکتوبر میاشت کې به له ۳.۲ میلیونو کسانو او په ډسبمر کې له نورو کسانو مرستې کمې کړي.

د ملګرو ملتونو په وینا، که څه هم مرستو په یمن کې د پراخې قحطۍ مخه نیولې خو لا هم په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم د داسې مورد له امله ژوند له لاسه ورکوي چې مخه یې نیول کیدای شي.

بیسلي زیاته کړه:"موږ اټکل کوو که هغه مرسته چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې پکاره ده را ونه رسیږي ، کومه چې ۸۰۰ میلیونه ډالره ده، زموږ له خوا به د مرستو په کمیدو سره، تاسې ووینۍ چې په راتلونکې کال کې به له پنځو کلونو څخه ښکته د مړه کیدونکو ماشومانو شمیر تر ۴۰۰ زره پورې ورسیږي."

د ملګرو ملتونو دې چارواکي زیاته کړه چې لومړیتوب اوس هم باید د جګړې ختمیدل وي، هغه جګړه چې حوثي اورپکو د هغه هیواد ډیره برخه نیولې او د سعودي عربستان له ملاتړ څخه د برخمن حکومت او د ریاض په مشرۍ ائتلاف سره جګړه کوي.

XS
SM
MD
LG