د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان نه د ځواکونو وتل؛ د امریکا الوتکه لیږدونکې کښتۍ منځني ختیځ ته ځي


د رونالد ریګن الوتکه لیږدونکې کښتۍ
د رونالد ریګن الوتکه لیږدونکې کښتۍ

تمه ده چې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوېډ آستن، نن د پنجشنبې په ورځ مۍ ۲۷ (غبرګولي ۵) په اسیا-ارام سمندر کې د خپلې یواځنۍ الوتکه لیږدونکې کښتۍ د انتقالولو تصمیم منظور کړي.

د امریکا د دفاع وزارت دوو مقاماتو د امریکاغږ ته وویل چې د رونالد ریګن الوتکه لیږدونکې کښتۍ چې مرکز یې د جاپان په اوبو کې دی او تل په ارام سمندر کې د ماموریت لپاره توظیف کیږي، اوس د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د بهیر د ملاتړ لپاره منځني ختیځ ته انتقالیږي.

منځني ختیځ ته د رونالد ریګن د الوتکه وړونکې کښتۍ په لیږلو سره به د امریکا متحده ایالات د اسیا-ارام سمندر په حوزه کې هیڅ کښتۍ ونلري، خو د بریتانیا د ملکې الیزابت الوتکه لیږدونکې کښتۍ چې په کې د امریکا د سمندري ځواکونو په سلګونو منسوبین او په لسګونو اف-۳۵ جنګي جت جنګي الوتکې شته د اسیا-ارام سمندر سیمې ته په حرکت کې ده.

پر عراق باندې د متحده ایالاتو د ۲۰۰۳کال د یرغل وروسته دا لومړی ځل دی چې امریکایي الوتکه وړونکې کښتۍ د اسیا-اقیانوسیه سیمې څخه منځني ختیځ ته انتقالیږي.

د امریکا د دفاع وزارت تل ویلي دي چې د ۲۰۱۸کال کې د امریکا د ملي دفاعي ستراتیژۍ د تصویب کیدو په اساس چې اسیا-ارام سمندر ته زیاته پاملرنه جلبوي، چیرته چې د چین او روسیې سره سیالي یې عمده او اساسي هدف دی.

خو د سپتمبر تر ۱۱پورې د افغانسستان څخه په بشپړه توګه د امریکایي سرتیرو د ایستلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن تصمیم په منځني ختیځ کې په دوامداره توګه د امریکایي الوتکه لیږدونکې کښتۍ ځای پر ځای کول اړین بریښي.

څه موده مخکې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو د ملاتړ لپاره د امریکا د ډوایت آیزنهاور الوتکه لیږدونکې کښتۍ ځای پر ځای شوې وه.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي په منځني ختیځ کې د رونالد ریګن الوتکه لیږدونکې کشتۍ د ځای پر ځای کیدو له تائیدولو ډډه وکړه، خو وویل: "یواځې ویلی شم چې د دفاع وزیر غواړي جنرال میلر [په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو قوماندان] زیات انتخابونه ولري او ډاډمن اوسي چې د افغانستان څخه د ځواکونو ایستل په مصؤنه، منظمه او سنجیدلې بڼه ترسره شي."

XS
SM
MD
LG