د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مرکزي بانک: د انرژۍ لوړې بیې د خوراکي توکو او نورو اجناسو د بیې د لوړیدو سبب کیږي

د امریکا د مرکزي بانک ودانۍ
د امریکا د مرکزي بانک ودانۍ

د امریکا فدرال ریزرف یا (مرکزي بانک) یو چارواکی وایي چې په منځني ختیځ کې د شخړو له امله د انرژۍ لوړې بیې د نورو توکو بیې هم لوړوي، او که جګړې اوږدې شي، د عرضې پر ځنځیرونو به اغیز وکړي.

د نیویارک د فدرال ریزرف بانک رئیس، جان ویلیمز، د پنجشنبې په ورځ وویل چې که چیرې شخړې ژر حل شي، د انرژۍ بیې به راټیټې شي.

خو هغه وویل چې د سونګ لوړې بیې لا له وړاندې د خوراکي توکو، د کیمیاوي سررې، د الوتکو د ټکټونو او نورو مصرفي اجناسو بیې لوړوي.

د تیلو بیې د پنجشنبې په ورځ لوړې شوې، چې د امریکا شاخص شاوخوا یو سلنه او نړیوال شاخص ۱.۵ سلنه لوړ شو.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د چهارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل چې متحده ایالتونه به هغه معافیتونه تمدید نه کړي چې د روسیې او ایران د ځینو تیلو د پېرلو اجازه یې ورکوله.

دغه معافیتونه د نړیوال تیل بازار د فشار د کمولو لپاره ورکړل شوي وو.

د هرمز تنګي له لارې د بار چالاني ګډوډۍ هم د المونیمو پر بازار اغېز کړی، چې د پنجشنبې په ورځ یې بیې د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسېدې.

له هغه وخته چې امریکا او اسرائیل د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران بریدونه پیل کړي، د المونیم بیې ۱۵ سلنه لوړې شوې دي.

په اسیا کې د وڼدو بازارونه د پنجشنبې په ورځ ډیر لوړ شول، چې د جاپان نیکي شاخص د ۲.۴ سلنې په زیاتوالي سره نوی ریکارډ جوړ کړ.

د هانګ کانګ او جنوبي کوریا بازارونه شاوخوا ۲ سلنه لوړ شول، او د چین شانګهای کمپوزیټ شاخص ۰.۷ سلنه زیاتوالی ثبت کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG