د لاس رسي وړ اتصالات

امنیت شورا: افغان ځواکونه د خپل هېواد د دفاع وړتیا لري


له افغانستان څخه د امریکايي او ناټو ځواکونو د وتلو د نېټې له څرګندېدو وروسته د دغه هېواد ملي امنیت شورا ویلي چې افغان ځواکونه د خپل هېواد د فاع وړتیا لري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت‌الله اندړ د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) وویل چې دا مهال د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي.

ښاغلي اندړ په خپل ټویټر کې لیکلي: "د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د ټول امنيتي مسووليت د اخيستلو جوګه دي او پر وړتیاوو یې اوس نړیوال هم باور لري چې دا مهال ۹۶ سلنه عملیات پخپله کوي".

ښاغلي اندړ زیاته کړې چې افغانستان د تروريزم پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د دې خاورې او خلکو دفاع د افغان ځواکونو موقتي مسوليت نه، بلکې دایمي مکلفیت دی.

د ښاغلي اندړ په وینا افغان ځواکونه له نظامي او تخنیکي اړخه پر ځان بسيا شوي او ټینګار یې کړی چې امریکا او ناټو به د خپل پوځي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم له دغو ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا مهال شاوخوا ۸۰۰۰ د ناټو عسکر د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې او ۲۵۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې حضور لري او افغان ځواکونو ته د سلامشورو، روزنې او د هغوی د تجهیزولو په برخو کې همکاري کوي.

د امریکا د جمهور رئيس جو بایډون او د ناټو او د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو د تصمیم په اساس ټاکل شوې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ د ۲۰۲۱ کال د مې په لومړۍ پیل او د سپټمبر تر ۱۱مې پای ته ورسېږي.

امریکا او ناټو ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو وروسته به هم له افغانستان څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG