د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د استازو مجلس مشر او د تایوان ولسمشرې ولیدل، چین دا کار غندلی


د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس مشر کیون مک کارتي او د تایوان ولسمشره سای اینګ وین
د متحدو ایالتونو د استازو د مجلس مشر کیون مک کارتي او د تایوان ولسمشره سای اینګ وین

د متحدو ایالتونو د کانګرس د استازو مجلس مشر کیون مکارتي‌ د چهار شنبې په ورځ اپریل پنځمه (وري ۱۶) په کالیفورنیا کې د تایوان له ولسمشرې سای اینګ وین سره وکتل.

دا ملاقات د چین او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالو د زیاتیدو پرمهال له خپلواک ټاپو تایوان څخه د امریکایي قانون جوړونکو زیاتیدونکی ملاتړ ښکاره کوي.

په دغه ملاقات کې چې د کالیفورنیا په سویل کې د رونالډ ریګن د جمهوري ریاست په کتابتون کې وشو په لسګونو جمهوري غوښتونکو او دموکراتو قانون جوړونکو هم حضور درلود او د تایوان د ولسمشرې تود هرکلی یې وکړ.

د امریکا د استازو د مجلس مشر کیون مکارتي وویل، غواړي د تایوان ولسمشرې ته ښکاره کړي چې دا د دواړو ګوندونو په شمول یوه غونډه ده نه یوازې د یو ګوند.

ښاغلي مکارتي څرګنده کړه:" موږ به د امریکا او تایوان خلکو ته د مشترک کار د لارو چارو د موندلو لپاره هڅو ته دوام ورکړو کړو چې په اسیا کې اقتصادي ازادي، دموکراسي، سوله او ثبات ته وده ورکړو."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اپریل شپږمه (وري ۱۷) په کالیفورنیا کې د امریکا د استازو مجلس د مشر کیون مکارتي او د تایوان د ولسمشري سای اینګ وین لیدنه غندلې ده.

یاد وزارت په یوې بیانیې کې ویلي: "له جدي تیروتنو څخه د متحدو ایالتونو او تایوان د ډکو کړنو په ځواب کې به چین د خپلي ملي واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتلو لپاره پریکنده او موثر اقدامات وکړي."

چین، د تایواني او امریکایي چارواکو هر ډول اړیکي د خپلې خاورې په توګه د یاد ټاپو د ادعا په وړاندې یوه ننګونه ګڼي. چینایي چارواکو له دې وړاندې ویلي وو که دا ملاقات وشي تند غبرګون به ښکاره کړي.

متحدو ایالتونو په ۱۹۷۹ میلادي کال کې له تایوان سره خپلې رسمي اړیکې بندې کړي او په رسمي ډول یې د چین له دولت سره دپلوماتیکې اړیکې پیل کړې.

امریکا د "واحد چین" د پالیسۍ تائید کوي، بیجینګ د تایوان د مالکیت ادعا کوي خو واشنګټن د یاد ټاپو په اړه د چین د ادعاو ملاتړ نه کوي او تایوان ته د نظامي او دفاعي مرستو مهم مهیا کوونکی پاتې شوی دی.

میرمن سای د متحدو ایالتونو او مرکزي امریکا له متحدینو سره د اړیکو د پیاوړي کیدو په هدف په یوه هفته یي سفر وتلې ده خو د امریکا سفر تر ټولو حساس ګڼل کیږي.

له تایوان سره د رسمي دپلوماتیکو اړیکو تر قطع کیدو وروسته، تر اوسه د امریکا د استازو د مجلس هیڅ مشر یا مشرې په خپله خاوره کې د تایوان له ولسمشر یا ولسمشري سره ندي کتلي.

چین تر دې وړاندې د متحدو ایالتونو له لارې د تایوان د ولسمشرانو سفرونو او همدارنګه تایوان ته د جګپوړو امریکایي چارواکو سفرونو ته په نظامي نندارو سره غبرګون ښودلی دی.

بیجینګ ادعا کوي‌ چې تایوان یې د خاورې یوه برخه ده او له نورو هیوادونو سره د تایوان د هر ډول رسمي تماس سره مخالفت ښکاره کوي.

XS
SM
MD
LG