د لاس رسي وړ اتصالات

چین: د امریکا د استازو مجلس مشر سره د تایوان د مشرې ملاقات پاروونکی دی؛ امریکا: ندی


 
 

چین د چهار شنبې په ورځ مارچ ۲۹ (وري نهمه) ژمنه وکړه که د تایوان ولسمشره متحدو ایالتونو ته په خپل سفر کې د امریکا د استازو مجلس له رئیس سره ملاقات وکړي، بیجینګ به هم لاس پکار شي.

د تایوان ولسمشره سای اینګ وین د چهار شبنې په ورځ د متحدو ایالتونو په هدف له خپل هیواد څخه حرکت کړی او ټاکل شوېده له متحدو ایالتونو وروسته ګواتیمالا او برازیل ته هم سفرونه وکړي.

د میرمن وین ددې سفر هدف، له متحدو هیوادونو سره د دیپلوماتیکو اړیکو پیاوړي کول دي. د راپورونو له مخې، ټاکل شوېده د تایوان ولسمشره په کلفورنیا کې د امریکا د استازو د مجلس له مشر کیون مکارتي سره وویني.

چین، تایوان د خپلې خاورې یوه برخه بولي او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ به یې بیرته د خپلې خاورې جز وګرځوي.

بیجینګ خبرداری ورکړی چې د تایوان د ولسمشري او د امریکا د استازو مجلس د مشر د هر ډول ملاقات مخالف دی او که دا ملاقات ترسره شي، په وړاندې به یې د مبارزې لپاره "پریکنده اقدامات" وکړي.

د تایوان د چارو د ادارې ویاند ژو فینګلیان وایي، د میرمن سای او مکارتي لیدنه به یو بل پارونکی اقدام وي چې د واحد چین اصول به نقض او د چین ملي واکمني او ځمکنۍ بشپړتیا به هم تر پوښتنې لاندې یوسي او په ټول تایوان کې به سوله او ثبات کمزوری کړي.

ددې څرګندونو په غبرګون کې متحدو ایالتونو ویلي چین نباید امریکا ته د میرمن سای له سفر څخه د تایوان تنګي په شاوخوا کې د پارونکو فعالیتونو لپاره پلمه ولټوي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي خبریالانو ته وویل، د شدید غبرګون لپاره هیڅ دلیل نشته.

نوموړي زیاته کړه دا سفر د امریکا او تایوان د پخوانیو اړیکو او د واحد چین لپاره د امریکا د پالیسۍ سره سم ترسره کیږي او تغیر به ونکړي. د تاویان ولسمشرې خبریالانو ته وویل بهرني فشارونه به د نړیوال کیدو په اړه د یاد هیواد د عزم مخه ونه نیسي.

هغې زیاته کړه: "موږ ارام او ډاډمن یو. موږ به تسلیم نشو او تحریک به ونکړو." په وروستیو کلونو کې د واشنګټن او بیجینګ اړیکي د بیلابیلو مسایلو پر سر ترینګلي شوي دي.

د دوه اړخیز تجارت پر سر لانجه، په چین کې د اقلیتونو د حقونو نقض، په ځانګړي ډول په سینکیانک کې د ایغور مسلمانانو، پر هانګ کانګ د چین د سختو قوانینو وضع کیدل، د تایوان په وړاندې د چین موقف، له تایوان څخه د امریکا ملاتړ، او د چین په جنوب کې د اوبو پر سر لانجه چې څو هیوادونه یې د مالکیت ادعا لري هغه عوامل دي چې د نړۍ ددغو دوو سترو اقتصادونو اړیکې یې ترینګلي کړي دي.

XS
SM
MD
LG