د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پټ هګسیت نن پنجشنبې (اپریل ۱۶) په پنټاګون کې په یو خبري کنفرانس کې وویل که ایران په خبرو کې "کمزورې" پریکړه وکړي، نو د هغه هیواد تاسیسات به په نښه شي.
نوموړي په دې کنفرانس کې چې د امریکا د وسله وال پوځ د لوی درستیزانو مشر جنرال ډان کین هم ورسره و وویل چې ایران د هرمز تنګي د کنټرول لپاره بې وسه شوی او امریکا به د اړتیا تر وخته ددې تنګي محاصرې ته دوام ورکړي.
د جګړې وزیر وویل:" لکه څنګه چې زموږ مرکچیانو وویل، تاسې، ایران کولی شئ روښانه راتلونکې انتخاب کړئ، د سروزرو پل، او موږ هیله من یو چې تاسې یې د ایران د خلکو لپاره وکړئ. په ورته وخت کې هر څومره چې وخت ونیسي، موږ به بریالۍ محاصرې ته دوام ورکړو. خو که ایران کمزوری تصمیم ونیسي، د محاصرې او په بنسټونو، بریښڼا او د انرژۍ په تاسیساتو د بمباریو شاهدان وي."
جنرال ډان کین وویل چې د اوربند د پرمهال د متحدو ایالتونو مشترک ځواکونه د چمتوالي او تیار سی دي په حال کې دي چې د امر سره سم به پراخ جنګي عملیات پیل کړي.
ولسمشر ټرمپ د فاکس بزنس نیټورکس سره په خبرو کې ویلي چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کیدو په هدف خپلې هڅې په دایمي شکل ودرودي او له دې پرته هوکړه نه کیږي.
د سپینې ماڼۍ جګپوړي سلاکار ستیفن میلر فاکس خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي په اټومي کوپړیو د منځني واټن یا بالستیک میزایلو سمبال اټومي ایران په اروپا کې د هرې پلازمینې لپاره یو ګواښ دی.
د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بسنټ د چهار شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل که متحده ایالات او ایران ژر د جګړې د ختمیدو او یا هم د اوربند د غځیدو په برخه کې هوکړه ونکړي، د امریکا حکومت به خپل جنګي کمپاین په ډیرو اقتصادي محوره هڅو متمرکز کړي چې د بمباریو تر څنګ به د سختو اقتصادي فشارونو له لارې ایران تسلیمۍ ته مجبور کړي.
امریکایي پوځي مشران په داسې حال کې د خپلو پوځي تیاریو خبره کوي چې ولسمشر ټرمپ ویلي کیدای شي له ایران سره خبري ژر پیل شي خو ددې خبرو د وخت په اړه لا څه ندي ویل شوي. تر دې مخکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وو چې د ایران د رژیم په وړاندې د متحدو ایالتونو په مشري عملیات ختمیدو ته نږدې دي.
د پاکستان لوی درستیز عاصم منیر نن پنجشنبې د ایران د پارلمان له رئیس محمد باقر قالیباف سره د اروبند د غځیدو په اړه بحث کړی دی.
رویټرز خبري اژانس د یوې سرچینې په حواله ویلي دي چې د ایران جګړه ممکن پای ته نږدې وي ځکه یو مهم پاکستاني منځګړي ویلي چې د "پیچلو مسایلو" په اړه خبرو پرمختګ شوی دی.
یوه جګپوړي ایراني چارواکي هم د پنجشنبې په ورځ رویټر خبري آژانس ته ویلي دي چې دې سفر د خبرو د دویم پړاو او د دوو اوونیو د اوربند د غځیدو په اړه هیلې زیاتې کړي دي خو د یاد هیواد د اټومي پروګرام په اړه تفاوتونه پرځای دي.
متحدو ایالتونو او ایران تیره شنبه (اپریل ۱۱) د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې ۲۱ ساعته مذاکرات وکړل خو دغه مذاکرات بې پایلې ختم شول.
فورم \ دبحث خونه