د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیې د سوریې د اوربند په اړه خبرۍ پیل کړې


د سوریې په شمال کې د سختې جگړې له امله سوري مهاجرو د ترکیې په لور تښتیدلي او د هغه هیواد په پوله راټول شوي.
د سوریې په شمال کې د سختې جگړې له امله سوري مهاجرو د ترکیې په لور تښتیدلي او د هغه هیواد په پوله راټول شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې سره ولیدل چي دواړو خواوو په سوریه کې د ملکی سیمو د بمبارۍ په اړه پر یوبل تورونه لګولي دي.

روسیې وړاندیز کړی دی چې د مارچ په لومړۍ نیټه دغه اوربند رامنځته شي، خو واشنګټن په دې بارو دی چې دا به مسکو او د سوریې حکومت د دریو اونیو موده ورکړي چې منځلاري یاغیان وځپي.

د متحده ایالاتو یو چارواکي چې له دې حالت سره آشنا دی وايي چې د هغه هیواد دغه نیټه نشي منلی، ځکه چې د اوربند د خبرو له پیل کیدلو د مخه مخالفین ښايي نه جبیره کیدونکي زیانونه وزغمي.

هغه وویل چې د متحده ایالاتو وړاندیز ډیر ساده دی، یعني داسې فوري اوربند رامنځته شي چې ورسره په سوریه کې د ایسار شویو ملکی کسانو ته د بشري مرستو رسول یو ځای وي.

دغه خبري په داسې حال کې پیل شوې چې امریکايي او روسیې چارواکو په حلب کې د ملکي سیمو د بمباریو په اړه پر یو بل تورونه لګولي دي.

د روسیې د دفع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف وايي "د فبروري د څلورمې او یوولسمې نیټې ترمنځ په سوریه کې روسي الوتکو ۵۱۰ الوتنې کړي، او په حلب، لاذاقیه، حماه، دیرالزور، درعا، حمص، حساکه او رقعه کې یي د ترهګرو ۱۸۸۸ هدفونه په نښه کړي دي."

خو متحده ایالاتو د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سوریه کې د روسیې پوځي کمپاین په اصل کې د داعش د ډلې د قوت موندنې سبب شوی:

د اسلامي دولت د ډلې پر خلاف د نړیوال ایتلاف لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړی استازي بریټ مکګرک د امریکا د سنا د بهرنیو چارو کمیټي ته وویل چي د سوریې په شمال کې د روسیې په ملاتړ بریدونه ددې سبب شوي دي چې ځايي جنګیالي د داعش د جګړې له ډګره د سوریې د حکومت پرضد د جګړو لومړیو ته ورشي.

هغه وویل، "هغه څه چې روسیه یې کوی په مستقیم ډول داعش ته وړتیا بخښي. همدا واجه ده چې د پنجشنبې په ورځ مونږ د میونیخ په ښار کې راغونډیږو، خو دا درې ورځې به ډیرې سختې وي. مونږ به ددې موضوع په اړه یو سخت موقف ولرو. دغه حالت د منلو وړ نه دی. دا یو بشري ناورین رامنځته کوي او د اسد رژیم قوي کوي."

مګرګ وایي د روسیې له خوا د سوریې د حکومت غښتلي کول بشري ناورین او سخت دریځي نوره هم زیاتوي.

هغه استدلال کوي چې په ټوله سوریه کې په میلیونونو خلک ایسار پاتې دي،چې ځینې یي د داعش، اکثریت یي د حکومت او ګڼ شمیر یي د مخالفه سخت دریځه عناصرو لخوا محاصره دي. هغه غواړي دوی ټولو ته باید خیریه کمکونه ورسول شي، ځکه چې د نړیوالو قوانینو اصول همدا ایجابوي.

بل لوري ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان هغه غوښتنه بیا تکرار کړې چې په سوریه کې دې یوه خوندي سیمه جوړه شي چې پرې د پاسه الوتنې نه وي. هغه وویل چې د مهاجرینو او پناه غوښتونکو د ستونزې لپاره دا یوازینې لاره ده.

د سوریې په حلب کې د د روسیې د هوایې بریدونو په ملاتړ د حکومت د یرغل له امله په لسګونو زره کسان دیته اړ شوي دي چې د ترکیې پولې ته مخه کړي.

XS
SM
MD
LG