د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او اسرائیل په استانبول کې د اسرائیل په کونسلګرۍ برید غندلی

د عیني شاهدانو په اخیستل شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې بریدګر له ودانۍ څخه د باندې ډزې کوي
د عیني شاهدانو په اخیستل شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې بریدګر له ودانۍ څخه د باندې ډزې کوي

متحدو ایالتونو او اسرائيل د سه شنبې په ورځ (اپریل اومه) د ترکیې په استانبول کې په هغې ودانۍ باندې برید په کلکه غندلی چې د اسرائيل کونسلګري په کې ده.

د عیني شاهدانو په اخیستل شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي چې بریدګر له ودانۍ څخه د باندې ډزې کوي، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت دا «ترهګریز» برید بللی دی.

د ترکیې چارواکو اعلان کړی چې امنیتي ځواکونو یو بریدګر وژلی او دوه نور یې ژوبل کړي دي. چارواکو دا د استانبول په زړه کې د هغې ودانۍ په مخکې، چې د اسرائیل کونسلګري هم په کې ده، د پولیسو په ضد «خاینانه» برید بللی دی.

د ترکیې حکومت ویاند برهان الدین دوران په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «زموږ د امنیتي ځواکونو چټکې او پریکنده مداخلې د ډېر احتمالي ګواښ مخه ونیوله.»

چارواکو د بریدګرو هویت څرګند کړی نه دی او په اړه یې تحقیقات پیل شوي دي.

په ترکیې کې د متحدو ایالتونو سفیر ټام باراک ویلي دي چې واشنګټن په استانبول کې د اسرائیل په کونسلګرۍ برید «په سختو ټکو» غندي.

نوموړي په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «په دیپلوماتیکو ماموریتونو باندې بریدونه په نړیوال نظم بریدونه دي – په هغو اصولو برید دی چې ولسونه سره نښلوي.»

باراک ویلي دي چې متحده ایالتونه د برید په اړه د ترکیې او د ترکیې د امنیتي ځواکونو«چټک او قاطع ځواب» ستایي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل ایکس کې په خپلې کونسلګرۍ کې «ترهګریز» برید غندلی دی.

اسرائيل ویلي دي چې د دغه برید په شنډولو کې د ترکیې د امنیتي ځواکونو چټک اقدام ستايي. وزارت ویلي دي: «په نړۍ کې د اسرائيل ماموریتونه له بې شمېره ګواښونو او ترهګریزو بریدونو سره مخامخ شوي. ترهه به موږ ونه ډار کړي.»

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG