د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو له بې پایلو هڅو وروسته د تیلو بیې بیا پورته شوې او نړیوال مالي مارکیتونه ولویدل.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار وايي چې دا غیر مستقیمې خبرې د پیغامونو له لارې کېږي، چې پاکستان یې انتقالوي او ترکیه او مصر د دغه ابتکار ملا تړي.
ولسمشر ټرمپ وایي چې تر «دې مخکې چې ناوخته» شي، ایراني مذاکره کوونکي باید «جدي» واوسي او خبرداری یې ورکړ که داسې وشي، «بېرته ستنېدل» نه شته.
دا د پانګوالو په منځ کې د شخړې د اوږدېدو په اړه اندېښنې پارولې دي.
د برینټ د خامو تیلو د یو بیرل بیه تر ۱۰۰ ډالرو پورته شوې، دا بیه تېره ورځ د اوربند د احتمالي تړون د هیلې له ټوکېدو وروسته ۹۳.۴۵ ډالرو ته راښکته شوې وه.
د اروپا او اسیا د اسهامو د بازارونو له لویدیو وروسته د متحدو ایالتونو د اسهامو بازارونه هم لویدلې دي.
د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان د نړیوالې پالیسۍ ډله وايي که د جګړې له کبله د انرژۍ کړکیچ زیات او اوږد شي، د نړیوال اقتصاد وده ټکنۍ کېدای او انفلاسیون زیاتېدای شي.
د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د ډالرو ارزښت زیات شوی او د سرو زور بیې رالویدلې دي.
سوداګر به د پنجشنبې په ورځ د متحدو ایالتونو د فدرالي زېرمو د کارپوهانو نظرونه څاري، چې له جګړې وروسته د بیو د لوړوالي له کبله د متوجه ګواښ په نتیجه کې د اقتصادي فشارونو په تړاو د مرکزي بانک د ارزونې په اړه معلومات ترلاسه کړي.
د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د ایران په رژیم باندې د متحدو ایالتونو او اسرائیل له پوځي عملیاتو وروسته د هرمز په تنګي او فارس خلیج کې د ایران د بریدونو له کبله انتقالات ټکني شوي دي.
اروپا او اسیا د انتقالاتو په برخه کې تر ډېره د هرمز په تنګي متکي دي. د نړۍ د تیلو ۲۰ فیصده انتقالات په همدې لارې کېږي.
فورم \ دبحث خونه