یوه ورځ وروسته له هغې چې اسرائیل د قطر په پلازمېنې دوحې کې د حماس په مشرتابه برید وکړ، د دې هېواد د دفاع وزیر، اسرائیل کتز، ویلي چې د اسرائیل دښمنان به په "هرځای" کې په نښه کړي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د اسرائیل دا بېساری برید "د تاسف وړ " بللی، خو په ورته وخت کې یې ویلي چې دا برید ممکن د "سولې لپاره فرصت" را منځ ته کړي.
د اسرائیل د دفاع وزیر، اسرائیل کتز، د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په ۱۰د اېکس په ټولنیزې شبکې کې دې برید ته په اشارې وویل: "د اسرائیل پالیسي روښانه ده – د اسرائیل خلاص لاس به په هرځای کې د خپلو دښمنانو په ضد وکارول شي. هېڅ داسې ځای نشته چې هغوی په کې پټ شي. هر هغه څوک چې د اوکتوبر د اوومې په عام قتل کې ښکېل وو، پوره حساب کتاب به ورسره وشي. هر هغه څوک چې د اسرائیل په وړاندې ترهګري کوي، په نښه به شي."
ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ په تروت سوشېل ټولنیزې شبکې کې دې برید ته په غبرګون کې وویل: "په قطر باندې یوه اړخیزه بمباري، چې د خپلواک هېواد او د متحدو ایالتونو نږدې ملګری دی، چې هڅه کوي او په زړورتیا زموږ سره د سولې په منځګړیتوب کې خطرونه ګالي، د اسرائیل یا امریکا موخې په مخ نه بیایي. په هر حال، د حماس له منځه وړل چې د غزې د وګړو له بې وسۍ څخه ګټه پورته کوي، یو ارزښتناک هدف دی."
ولسمشر ټرمپ زیاته کړې چې له برید وروسته د اسرائیل له لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، سره یې هم خبرې کړي چې د ده په وینا، نتنیاهو ورته د سولې ژمنه وکړه. د ډونالډ ټرمپ په وینا: "دا د تاسف وړ پېښه کولی شي د سولې لپاره د یو فرصت په توګه عمل وکړي."
قطر د اسرائیل دا برید غندلی او هغه یې د دې هېواد د ځمکني بشپړتیا څخه سرغړونه بللې او ویلي دي چې په دې برید کې د دې هېواد یو امنیتي افسر هم وژل شوی دی.
حماس پرته له دې چې شواهد وړاندې کړي، ویلي چې د دې ډلې لوړپوړي چارواکي د اسرائیل له برید څخه روغ پاتې دي خو د ټیټې کچې پنځه غړي یې وژل شوي دي.
د ولسمشر ټرمپ مرستیال، جي ډي ونس، د سه شنبې په ورځ ناوخته د او اې ان امریکایي تلویزیون سره په خبرو کې وویل ټرمپ د دې برید په اړه "خوشحاله ندی" خو ونس زیاته کړه: "یو ښه شی ... دا دی چې داسې ښکاري چې دې (برید) د حماس یو څو تنه ډېر بد کسان له منځه یوړل."
اسرائیل تراوسه پورې دا ندي تایید کړي چې په برید کې د حماس مشران وژل شوي دي.
د متحده عربي اماراتو مشر، شیخ محمد بن زیاد ال نهیان، له قطر سره د یووالي په موخه د چهارشنبې په ورځ دوحې ته سفر وکړ.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر، عبدالله بن زیاد ال نهیان، د سه شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې "د اسرائیل ښکاره او بزدلانه برید چې د قطر هېواد یې په نښه کړ، په کلکو ټګو" وغاندو.
سعودي عربستان او د متحده عربي امارتو په څېر نورو عربي هېوادونو چې د اسرائیل سره رسمي اړیکي لري، د اسرائیل برید یې غندلی دی.
په متحدو ایالتونو کې د اسرائیل سفیر، یخیل لایتر، د فاکس نیوز تلویزیون سره په یوې مرکې کې دغو غبرګونو ته په ځواب کې وویل: "په موږ باندې اوس ممکن یو څه نیوکې کیږي. هغوی ته به عادي شي...سیمه د ښه والي په لور بدلیږي ځکه چې موږ د سولې دښمنان او د لویدیځ د تمدن دښمنان د ترهګرۍ د پلي کولو له وړتیا څخه لرې کوو."
لایتر په دې اړه چې ایا په برید کې د حماس مشران وژل شوي او که نه، وویل: "که مو دا ځل له منځه نه وي وړي، بل ځل به یې له منځه یوسو."
فورم \ دبحث خونه