د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو د کوربتوب وړاندیز کړدی دی، چې د ایران د رژیم د پاتې شونو پر ضد د امریکا او اسرائیل د عملیاتو د پای ته رسېدو لپاره یوه موافقه شوې حل لاره وموندل شي. دغه عملیات له دریو اونیو راهېسې روان دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غه وړاندیز خبره په خپلې ټولنیزې شبکې تروت سوشیل کې خپره کړې.
شریف د سهشنبې په ورځ مارچ ۲۴مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوسټ کې لیکلي: «پاکستان د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روانو هڅو هرکلی کوي او په بشپړه توګه یې ملاتړ کوي، چې په سیمه او تر هغې وراخوا کې سوله او ثبات تامین شي. که امریکا او ایران موافقه وکړي، پاکستان چمتو دی او دا به ورته ویاړ وي چې د کوربه په توګه د مانادارو او تازه خبرو زمینه برابره کړي، چې د روانې شخړې لپاره یوه هره اړخیزه هوکړه ترلاسه شي.»
ولسمشر ټرمپ بیا د شهباز شریف دا پوسټ پرته له کومې تبصرې په خپل تروت سوشیل کې شریک کړی.
ولسمشر ټرمپ یوه ورځ مخکې، اعلان وکړ چې امریکا له هغو کسانو سره نوې خبرې پیل کړې دي چې د ده په وینا «داسې ښکاري چې ایران اداره کوي»، چې د یوې معاملې له لارې د ایران ناوړه کړنې پای ته ورسوي، په بدل کې یې د امریکا-اسرائیل هغه عملیات بند شي چې د فبرورۍ په ۲۸ پیل شوي وو.
د متحدو ایالتونو او اسرائیل ځواکونو د سې شنبې په ورځ (مارچ ۲۴مه) د ایران د ترهګر رژیم پر پاتې شونو باندې نور عملیات وکړل.
دا له هغه وروسته دي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې له هغو کسانو سره نوې خبرې روانې دي چې د هغه په وینا ښکاري اوس دا هېواد اداره کوي، چې د دریو اونیو امریکایي-اسرائیلي بریدونو د پای ته رسېدو لپاره یوې موافقې ورسیږي.
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) وویل چې د منځني ختیځ په اوبو کې د «یو اس اس ابراهام لنکن» الوتکه وړونکي بېړۍ باندې په ځایي وخت د سې شنبې په سهار عملیاتي پروازونه روان وو.
دغه جنګي بېړۍ د فبرورۍ له ۲۸مې راهیسې، د «حماسي غضب د عملیاتو» له پیل سره، د ایران د رژیم پر وړاندې د امریکا د هوايي بریدونو یو مهم مرکز ګڼل کیږي.
سینټکام د دوشنبې په ورځ مارچ ۲۳مه په خپل ایکس حساب کې یو لړ معلومات خپاره کړل او ویې ویل چې امریکایي ځواکونو تر اوسه د ایران د رژیم څه باندې ۹زره هدفونه ویشتي او له ۱۴۰ څخه زیاتې ایراني بېړۍ یې زیانمنې کړي او یا یې له منځه وړي دي.
د اسرائیل دفاعي ځواکونو هم په ایکس کې لیکلي چې اسرائیلي جنګي الوتکو د سې شنبې په ورځ د ایران د اصفهان په مرکزي ښار او د هېواد په نورو برخو کې د رژیم پر تولیدي تاسیساتو «پراخ بریدونه» وکړل.
له دې مخکې، د همدې ورځې په پیل کې، د هغوی ایکس په حساب کې ویل شوي وو چې اسرائیلي الوتکو د شپې له خوا د رژیم تر ۵۰ زیات هدفونه، چې په کې د بالستیک توغندیو د ساتنې او توغولو ځایونه هم شامل وو، په نښه کړل.
د امریکا غږ فارسي څانګې وویل چې په ټولنیزو رسنیو کې د باور وړ راپورونه ښيي چې ایرانیانو د سې شنبې په شپه شاوخوا د ۱۲:۳۰ تر ۱۲:۴۵ پورې د ایران په پلازمېنه تهران کې د سترو چاودنو غږونه اورېدلي دي.
د راپورونو له مخې، دغو چاودنو ودانۍ او کړکۍ لړزولي او د موټرو د الارمونو غږونه یې پورته کړي دي.
د امریکا او اسرائیل د عملیاتو له پیل راهیسې، د ایران رژیم په هېواد کې د انټرنېټ لاسرسی محدود کړی چې مخالفین وځپي او د بهر نړۍ سره د معلوماتو شریکول ستونزمن کړي.
ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د ټینیسي ایالت په ممفیس ښار کې وویل چې امریکایي چارواکو په تېرو دوو ورځو کې له ایراني استازو سره «لومړنۍ خبرې» کړې دي، هغه کسان چې د هغه په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د رژیم د لسګونو مشرانو له وژل کېدو وروسته «داسې ښکاري چې هېواد چلوي».
ټرمپ وویل چې هغه د جګړې وزارت ته امر کړی چې د هغه څه پر بنسټ چې نوموړي «ډېرې ښې خبرې» وبللې، «په ایران کې د انرژۍ او برېښنا پر مهمو هدفونو پلان شوي بریدونه په موقتي ډول وځنډوي».
ایران هم د سې شنبې په ورځ د اسرائیل پر استوګنځایونو باندې د توغندیو نور بریدونه وکړل، چې راپورونه وايي د اسرائیل په مالي مرکز تل ابیب او د سوېلي نقب په دښتې کې لګېدلي.
اسرائیلي رسنیو وویل چې یو توغندی د هوايي دفاع له سیستم څخه تېر شو او د تل ابیب په یوه استوګنځای باندې ولګېد، چې ودانیو ته یې زیان ورساوه او څو کسان یې لږ ټپیان کړل.
دوی دا هم وویل چې د یو بل توغندي ټوټې د نقب په یوه بدوي مېشته سیمه کې پر یوه ګرځنده کور ولګېدې، چې یو سړی یې ټپي کړ او د هغه د کورنۍ درې نور غړي یې هم سرسري ژوبل کړل.
فورم \ دبحث خونه