د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د گرین کارت کلنۍ قرعه کشي پیل کړه


Annual Green Card Lottery
Annual Green Card Lottery

د امریکا متحده ایالاتو اعلان کړی چې امریکا ته د مهاجرت د لاتري پروگرام یې پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په مجموعي توگه ۵۰ زره ویزې د لاتري له لارې د نړۍ د مختلفو هیوادونو اوسیدونکو ته د ٢٠٢٠ کال لپاره ورکول کیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو د قوانینو له مخې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت هر کال د گرین کارت د لاتري پرگروام پلی کوي. ددې پروگرام له مخې د هغو هیوادونو اوسیدونکو ته دایمي ویزې ورکول کیږي چې متحده ایالاتو ته یې د مهاجرت کچه کمه وي.

د لاتري له لارې د دایمي اوسیدونې لپاره د نوم ثبت کول د سه شنبې په ورځ پیل شول او د نومبر د میاشتې په شپږمه دغه نوم لیکنه پای ته رسیږي. د نړۍ هیڅ هیواد به د لاتري په اساس له اوه فیصدو نه زیاتې ویزې ترلاسه نکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د گرین کارت په لاتري پروگرام کې د نوم ثبتولو طریقه پدې لینک کې کتلای شئ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو هیوادونو نومونه هم خپاره کړي چې اوسیدونکي یې د گرین کارت پدغه لاتري کې گډون کولای شي. پدغه جدول کې افغانستان هم د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې اوسیدونکي یې د قرعه کشۍ له لارې د گرین کارت په لاتري کې گډون کولای شي.

د امریکا دغه پروگرام ۳۰ کاله دمخه پیل شو چې امریکا ته د مختلفو هیوادونو د خلکو مهاجرت زیات شي. هغه خلک چې پدې لاتري کې گډون کوي باید لږ تر لږه د ١٢ ټولگي د فراغت سند او دوه کاله کاري تجربه ولري.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د ٢٠١٧ کال په اکتوبر کې وروسته له هغې د گرین کارت لاتري پروگرام لغو کړ چې یو ازبیکستانی وگړي چې د ویزې د لاتري له لارې امریکا ته راغلی و د نیویارک په ښار کې اته تنه ووژل. د امریکا جمهور رئیس له کانگرس نه وغوښتل چې ددې پروگرام پر ځای امریکا ته د مهاجرت پروگرام د "لیاقت" د سیستم له لارې پیل کړي.

د جمهور رئیس د غوښتنې سره سره د متحده ایالاتو کانگرس د لاتري له لارې د گرین کارت پروگرام ته دوام ورکړ.

XS
SM
MD
LG