د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د افریقا د روغتونونو لپاره د بریښنا رسولو پروژه اعلان کړه


متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیدنۍ ۲۳) د افریقا روغتونونو ته د بریښنا د برابرولو یو نوښت اعلان کړ چې ارزښت یې ۱۵۰ میلیون ډالرو ته رسیږي.

واشنګن هیله من دی چې په دې کار سره هغه عمده ننګونې له منځه یوسي چې په افریقا کې یې صحي خدمات له مشکل سره مخ کړي دي.

د نړیوالې پراختیا لپاره د متحدو ایالتونو اداره (USAID) وایي دا پروګرام به د پنځو کلونو لپاره وي او د افريقا د لويي صحرا په سیمه کې به حد اقل ۱۰ زره روغتونونو ته بریښنا او انټرنټ برابر کړي.

دغه پروژه چې له خصوصي برخې سره په مشارکت د "صحي مخابراتي او بریښنا رسولو د ائتلاف" په نامه تمویل شوې، د تجدید وړ انرژۍ او د اقلیم د تغیر په اړه به د امریکا د ژمنو سره په همغږۍ، متمرکزه وي.

یو اس اې ای ډي اټکل کوي چې د افریقا د لویي صحرا په سیمه کې څه باندې ۱۰۰ زره صحي مراکز د ډاډ وړ انرژي او انټرنټ ته اړتیا لري.

دغې ادارې زیاته کړې په میلیونونه هغه کسان چې صحی مراقبتونو او درملنې ته اړتیا لري، د طبي توکو لپاره یخچالونو ته د نه لاسرسي، په شپه کې د زیږون او عاجلو عملیاتو لپاره د بریښنا د شتون او نورو مخابراتي ننګونو له امله ستونزي لري.

د متحدو ایالتونو دغه نوښت به همدارنګه په یاده سیمه کې د دندو د رامنځ ته کیدو لامل شي.

امریکا، د ولسمشر جوبایډن په مشرۍ د افریقا - امریکا په غونډه کې له افریقا څخه د ملاتړ په هدف د ۵۵ میلیارد ډالرو مرسته اعلان کړه. دا مرسته به د دریو کلونو په موده کې له افریقا سره ترسره شي.

خصوصي شرکتونو هم ژمنه کړېده چې په افریقا کې د بریښنا د جریان د ښه والي او انټرنټ ته د لاسرسي په هدف خپلې هڅې ډیرې کړي.

XS
SM
MD
LG