د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ښایي ډیر ژر د کرونا ضد واکسین کمپاین پیل کړي


د فایزر او بایونټیک واکسین په کلینیکي آزمایښتونو کې ۹۵ په سلو کې مؤثریت درلود.
د فایزر او بایونټیک واکسین په کلینیکي آزمایښتونو کې ۹۵ په سلو کې مؤثریت درلود.

د امریکا د خوراک او دارو درملو د ادارې یو ځانګړي هیات د پنجشنبې په ورځ د کرونا ضد واکسین چې امریکایي شرکت فایزر او د جرمني شرکت بایونټیک په ګډه جوړ کړی، منظور کړ.

دغه اداره ښایي نن جمعه، ډسمبر ۱۱ (لیندۍ۲۱) یا سبا د شنبې په ورځ په بیړنیو حالاتو کې ددې واکسین د استعمال اجازه ورکړي.

که دا کار وشي، متحده ایالات به د برتانیې نه وروسته دویم غربي هیواد وي چې د فایزر او بایونټیک د شرکتونو لخوا د کرونا ضد جوړ شوي واکسین ته اجازه ورکوي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس جو بایډن د ایف ډي اې د متخصصینو پریکړه " په تیاره کې رڼا" بللې.

د امریکا په متحدو ایالاتو کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق موضوع پداسې حال کې توده ده چې دې ویروس په نړۍ کې د ټولو نه زیاته امریکا ځپلې ده.

کروناویروس یوازې په تیرو ۴۸ ساعتونو کې په امریکا کې نږدې ۶ زره کسان مړه کړي چې پدې سره په امریکا کې د دې وبا له وجې د ټولو مړو شویو کسانو شمیر ۳ سوه زرو ته نږدې شوی.

په آزمایښتي استعمال کې د فایزر او بایونټیک د شرکتونو واکسین ۹۵ په سلو کې اغیزمنتوب درلود خو لا هم د امریکا ولس د دې واکسین د خوندیتوب په هکله اندیښمن دي.

د امریکا تر څنګ په نورې نړۍ کې هم د واکسین په پلانونو چټک کارونه روان دي.

برتانیې تیره اونۍ لومړنی لویدیځ هیواد شو چې د واکسین کول یې منظور کړل او سعودي عربستان، کاناډا او بحرین هم منظوري ورکړې خو تطبیق یې لا ندی پیل شوی.

چین او روسیې بیا په کور دننه د واکسین کولو هڅې پیل کړي او اروپایي هیوادونو لا هم اجازې ورکولو ته سترګې په لار دي.

د اروپایي هیوادونو د څار ادارې ویلي چې د فایزر او مودرینا شرکتونو لخوا د جوړو شویو واکسینونو په هکله به د همدې روانې ډسمبر د میاشتې په وروستو شپو ورځو او یا هم د بل کال د جنوري د میاشتې په سر کې پریکړه وکړي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په چین کې پیدا شو خو د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې اوس د نړۍ ۱۹۶ هیوادونو ته خپور شوی.

XS
SM
MD
LG