امریکا، مکسیکو او بولیویا نور له شري ناروغۍ څخه پاک هېوادونه نه دي

 د روغتیا سازمان د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي دي چې واکسینونه زیات کړي
د روغتیا سازمان د سیمې له هېوادونو څخه غوښتي دي چې واکسینونه زیات کړي

د پان امریکا د روغتیا سازمان وايي چې له څه باندې یو کال راهېسې په متحدو ایالتونو، مکسیکو او بولیویا کې د شري ناروغي خپره ده او په همدې اساس دا درې واړه هېوادونه نور له دغې ناروغۍ څخه پاک نه ګڼل کېږي او د پاکۍ دریځ یې له لاسه ورکړی دی.

دغه سازمان د سیمې له هېوادونو غوښتي چې واکسینونه زیات کړي او د شري د مخنیوي لپاره په پخوانیو میتودنو باندې تکیه وکړي.

د سازمان مشر جرباس باربوسا په یو بیان کې د دغه دریځ له لاسه ورکول د عامې روغتیا د لاسه ورکولو په مانا بللي دي.

هغه ویلي دي: «دا په دې مانا ده چې دغه ویروس د اوږدې مودې لپاره خپور شوی، کورنۍ، کلي او بانډې یې د مخنیوي وړ ناروغۍ له خطر، بستر کېدو او مړینې سره مخامخ کړي دي.»

د پان امریکا د روغتیا سازمان، چې د امریکا لپاره د روغتیا د نړیوال سازمان سیمه ایز څانګه ده، په دې اړه پرېکړه کوي چې ایا د سیمې هېوادونه د شري له ناروغۍ څخه پاک دي که نه.

متحده ایالتونه د وران کال د جنورۍ په میاشت کې د روغتیا له نړیوال سازمان څخه ووت، خو لا هم د پان امریکا د روغتیا د سازمان غړی او په تاریخي لحاظ د دغه سازمان تر ټولو ستر مالي ملاتړی دی.

د متحدو ایالتونو د حکومت د ۲۰۲۷ کال په بودیجې کې د دغه سازمان د ختمولو وړاندیز شوی، خو وروستۍ پرېکړه به کانګرس کوي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونو په یوې اعلامیې کې د سه شنبې په ورځ ویلي چې هغوی او د فدرال نورې روغتیايي ادارې «د شرې د ویروس د خپرېدو مخنیوي، د امریکایانو خوندیتوب او د شرې له ناروغۍ څخه د پاکۍ د دریځ بیا ترلاسه کولو ته ژمن» دي.

دغو مرکزونو د شري، کله چرک او روبیلا د ناروغیو ضد د ګډ واکسین کولو سپارښتنه کړې او ویلي دي چې له ټولنو سره به کار وکړي چې له خطر سره مخامخې سیمې وپېژندل شي.

د امریکا د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونو مشرې اریکا شواټز په یو بیان کې ویلي دي: «موږ ته د [ناروغۍ] د خپرېدو ځای معلوم دی، موږ په ایالت او محلي روغتیایي ادارو کې ۱۰۰ میلیون ډالر پانګوونه وکړه چې دغو سیمو ته ځانونه ورسوو. د یو دریځ له لاسه ورکول په دې مانا نه دي چې موږ په شواهدو ولاړه تګلاره بدلوو، بلکې دا په دې مانا ده چې موږ د دغې وبا د خپرېدو په مخنیوي باندې تمرکز کوو.»

د مکسیکو د روغتیا مسئولینو هم د سه شنبې په ورځ وویل چې د دغې وبا د کنترول لپاره به واکسینونه زیات او همغږي لا ډېره کړي.

​
XS
SM
MD
LG