د لاس رسي وړ اتصالات

د حماس د لوړپوړي مشر وژنې مذاکرات د خنډ سره مخ کړیدي - شنونکي


ارتش اسرائیل در غزه
Photo: IDF
ارتش اسرائیل در غزه Photo: IDF

یوه ورځ وروسته له هغې چې په بیروت کې د اسرائیل د ډرون په یو برید کې د حماس یو لوړپوړی مشر ووژل شو، امریکایي چارواکو ویلي چې دوی د اسرائیل او حماس د شخړې د خپریدو د مخنیوي لپاره کار کوي او په ورته وخت کې له اسرائیل غواړي چې د فلسطيني ملکیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

د حماس مرستیال مشر صالح العاروري د سه شنبې په ورځ ناوخته د لبنان په پلازمینه بیروت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو - دا هدفي وژنه اسرائیل نه تائید کړې او نه یې رد کړېده.

د چهارشنبې په ورځ د بهرنیو چارو وزارت له ویاند میتیو میلر نه وپوښتل شول چې ایا متحده ایالات باور لري چې د اسرائیل لخوا د العاروري وژل توجیه لري؟ میلر وویل: "زه به ووایم چې هغه یو وحشي ترهګر و، چې د ملکيانو په وینو یې لاسونه سره وو، او زه به نور څه و نه وایم."

کارپوهان وايي اندیښنه لري چې دا وژنه به په منځني ختیځ کې پراخه سیمه ایزه جګړه پیل کړي او په غزه کې د حماس لخوا د ١٢٩ پاتې یرغمل شوو د خوشې کولو لپاره به خبرې ودروي.

د منځني ختیځ مرکز شنونکی براین کاتولیس وايي: "دا په احتمالي توګه د اوربند سره یوځای د یرغملو د خوشې کولو لپاره د خبرو اترو هر ډول هڅې پیچلې کوي، ځکه چې دی کس په دغو خبرو اترو کې کلیدي رول لوباوه. هغه پخوا په قطر کې اوسېده، او زه فکر کوم چې هلته یو مهم کس و."

اسرائیل د چهارشنبې په ورځ په غزې تړانګه کې نوي هوايي بریدونه وکړل. دا په داسې حال کې دي چې اسراییلي پوځ وئیلي، د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د لبنان د وسله والې ډلې حزب الله له خوا د بریدونو لپاره د تیارسي په حالت کې دي.

یوې شنونکې، مارا رډمین امریکا غږ ته وویل، هغه په دې باور ده چې اسرائیل د امریکا او نورو هغو خبرو ته غوږ نیسي چې ترینه غواړي جګړه هدفي پړاو ته داخله شي، خو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو باید کورنۍ سیاسي اندېښنې هم په پام کې ولري.

پخوانۍ امریکايي چارواکې مارا رډمن وايي، د اسرائیل مشرتابه نورو ته غوږ ږدي، خو فکر کوي چې په سیاسي توګه د اسرائیل دننه جلا وضعیت دی، او په ځانګړې توګه د لومړي وزیر لپاره، چې غواړي حکومت په خپل کنټرول کې وساتي. رډمن زیاتوي: "که څه هم وروستۍ ټولپوښتنې ښيي چې هغه د اسرائیل د نفوس په ټوله کې یواځې پنځلس فیصده ملاتړ ترلاسه کړی دی، نو هغه کوښښ کوي چې د خپل ایتلاف ښي اړخي غړي راضي کړي ترڅو د لومړي وزیر په توګه خپل رول ته دوام ورکړي."

د حماس د ځپلو لپاره د اسرائیل بمباریو د غزې د تړانګې پراخې برخې ویجاړې کړې دي. د حماس تر واکمنۍ لاندې په غزې کې د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیل په بریدونو کې تر ۲۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. اسرائیل د اکتوبر په ٧ د حماس د ترهګریز برید نه وروسته چې شاوخوا ١٢٠٠ کسان یې ووژل، پر غزه خپل عملیات پیل کړل.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG