په داسې حال کې چې متحده ایالتونه د ایران په ضد جنګي عملیات روان ساتلي، د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ په دغو عملیاتو کې د متحدو ایالتونو د څلورم سرتېري د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
مرکزي قومندانۍ تېره ورځ د ایران په بریدونو کې د دریو نورو امریکايي سرتېرو وژل او پنځو نورو ژوبل کېدل هم تائید کړي وو.
د مرکزي قومنداني په اعلامیې کې ویل شوي: «څلورم سرتېری، چې د ایران په بریدونو کې ژوبل شوی و، د ټپونو له کبله ساه ورکړه».
د وژل شوي سرتېري هویت تر ۲۴ ساعتونو پورې نه اعلانېږي.
د متحدو ایالتونو د پوځ عمومي لوی درستېز ډن کین د وژل شویو او وژبل شویو سرتېرو له کورنیو، ملګرو او پوځي قطعو سره خواخوږي څرګنده کړه.
جنرال ډن کین د متحدو ایالتونو د جګړې له وزیر پیټ هګسیت سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «غواړم تر دې دمه د جګړې وزارت د وژل شویو او ژوبل شویو غړو په اړه خپله ژوره خواخوږي او د ګډ ځواک ژوره خواخوږي څرګنده کړم.»
نوموړي دغه سرتېري اتلان وبلل او ویې ویل چې دوی د خپل ملت غوره استازیتوب کوي.
ولسمشر ټرمپ تېره ورځ ژمنه وکړه چې د وژل شویو امریکایي سرتېرو «غچ» به اخلي.
په همدې حال کې د متحدو ایالتونو پوځ وايي چې په کویټ کې یې درې F-15E ډوله الوتکې، چې د «حماسي غضب» په عملیاتو کې یې همکاري کوله، ظاهرآ د دوستانه ډزو په یوې پېښې کې غورځېدلې دي.
مرکزي قومندانۍ په یوې اعلامیې کې ویلي: «په عملي جګړې کې- چې د ایران د الوتکو، بالستیک میزایلو او ډرونونو بریدونه په کې شامل دي- د متحدو ایالتونونو د هوايي ځواک جټ الوتکې د کویټ د دافع هوايي ځواک له لوري په تېروتنې سره وېشتل شوي دي.»
قومنداني وايي چې د الوتکو شپږ واړه عمله په خوندي ډول اېستل شوي او اوس په ښه وضعیت کې دي.
سنټکام وايي چې کویټ دا پېښه تائید کړې او په اړه یې تحقیقات روان دي.
سنټکام وايي چې د متحدو ایالتونو لوی جنګي عملیات روان دي. جنرال ډن کین وویل: «د حماسي غضب عملیات د هغه څه یادوونه ده چې د متحدو ایالتونو پوځ یې په ځانګړي ډول ترسره کوي- په دې مانا چې د ځواک کارول په نړیوال مقیاس په چټکۍ سره ، هغه هم په ناببره، دقیق او ډېر قوت سره هر ځای او وخت کې چې ملت ورته اړتیا لري، تر سره کیږي.»
فورم \ دبحث خونه