د لاس رسي وړ اتصالات

له افغانستان د عسکرو پر اېستلو لوړپوړي امریکايي پوځیان پوښتل کیږي


له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل
له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو وتل

د متحدو ایالتونو د سنا د وسله والو خدمتونو کمېټه له افغانستان څخه د عسکرو د اېستلو او د «بې نظمه» تخلیې د ماموریت په اړه د دغه هېواد تر ټولو لوړ پوړي نظامي مشران پوښتي.

د امریکا د دفاع وزیر لوید استن، د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز جنرال مارک میلي او د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال کینت مککنزي به نن سه شنبه سپتمبر ۲۸ (تلې۶) د دغې کمېټې د غړو پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

دوی به همدغه راز د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا د پوځ د راتلونکو پلانونو په اړه هم پوښتل کیږي.

امریکا د اګست په ۳۱ په افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه او د تخليې ماموریت پای ته ورسوه. چارواکي‌ وايي د تخلیې د ماموریت په ترڅ کې یې شاوخوا ۱۲۴۰۰۰ کسان له افغانستان څخه اېستلي دي چې د بهرنیو ځواکونه ترجمانان او هغه کسان په کې دي‌ چې فکر کوي ژوند یې په خطر کې دی.

د امریکا د دفاع وزارت له افغانستان څخه د عسکرو د اېستلو،‌ چې د تخلیې ماموریت هم په کې و، ننګه کوي.

د تخلیې ماموریت له یو لړ ګډوډیو سره هم مخامخ شو چې د داعش-خراسان ډلې ځانمرګی برید هم په کې شامل دی. د کابل د هوايي ډګر مخې ته په دغه ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۷۰ افغانان او ۱۳ امریکایي‌ عسکر ووژل شول.

له دغو امریکایي نظامي مشرانو څخه به د عسکرو د اېستلو د هڅو د پلانونو او په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د ختمېدو په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د ادارې د پرېکړو په اړه هم پوښتنې کیږي.

دغه چارواکي به همدغه راز په کابل ښار کې څو وانۍ مخکې د امریکا د بي پیلوټه الوتکې د برید په اړه، چې ۱۰ ولسي افغانان په کې ووژل شول، هم پوښتل کیږي.

ټاکل شوې چې د امریکا د دفاع وزیر، د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز او د پوځ د مرکز قوماندې مشر به سبا چهارشنبه د استازو د خونې د وسله والو خدمتونو کمېټې ته هم حاضر شي.

د دغه راپور ځینې برخې له اسوشیتدپرس او رویټرز څخه اخیستل شوي.

XS
SM
MD
LG