د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د توغندیو دفاع او د معادنو حقونه د ګرینلنډ د وړاندیز شوي تړون برخه دي


د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ناټو سره په وړاندیز شوي تړون کې به حیاتي منرالونو ته لاسرسی او په ګرینلنډ کې د پلان شوي توغندیو دفاعي سیسټم د یوې برخې ځای پر ځای کول شامل وي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۲مه وویل چې د دقیقو جزیاتو په اړه لا هم خبرې روانې دي.
ولسمشر ټرمپ فاکس بزنس ته په مرکه کې وویل چې متحده ایالتونه به ګرینلنډ ته "هر ډول پوځي لاسرسی ولري" او دا تړون به د پای نیټه ونه لري.

ټرمپ وویل: "موږ به وکولی شو هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو په ګرینلنډ کې واچوو." "موږ د ملي امنیت او نړیوال امنیت خبره ده."

د ناټو عمومي منشي مارک روټه وویل چې هغه د ګرینلنډ د امنیت د پیاوړتیا او په سیمه کې د روسیې یا چین د ارمانونو د مخنیوي په اړه له ټرمپ سره خبرې کړې دي.

روټه زیاته کړه چې هغه او ټرمپ د ګرینلنډ د حاکمیت پورې د اړوندو مسلو په اړه بحث نه دی کړی.

دا سیمه د ډنمارک خاوره ده، او د ډنمارک صدراعظمې میته فریډریکسن د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې په سیمه کې د امنیت د پیاوړتیا په اړه د متحدینو سره د رغنده خبرو اترو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ، څو د دې سیمې د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي.

صدراعظمې فریډریکسن وویل چې ډنمارک له اوږدې مودې راهیسې د ناټو لپاره د شمال قطب په دې سیمه کې د امنیت د زیاتولو لپاره کار کړی دی، او دا مسله د ناټو د ټول اتحاد لپاره یوه مسله ده.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۲۱مه وویل چې هغه د ناټو له اتحاد سره د ډنمارک تر کنټرول لاندې د شمال قطب ټاپو، د ګرینلنډ په اړه چې د ټرمپ په وینا د امریکا د ملي امنیت لپاره یې ترلاسه کول غواړي د "راتلونکي تړون لپاره د چوکاټ" په اړه "تفاهم" ته رسیدلی دی.

ټرمپ خپلې ټولنیزې شبکې، تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې لیکلي چې دا چوکاټ د یوې "ډیرې ګټورې" غونډې پر بنسټ ولاړ دی چې ولسمشر د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د سویس په داووس کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې سر ته ورساوه.

ټرمپ وویل چې هغه او روټه د "ګرینلنډ او په حقیقت کې د ټول شمال قطب سیمې په تړاو " د راتلونکي تړون لپاره د چوکاټ په اړه تفاهم ته رسیدلي دي.

ټرمپ د دې معاملې له مخې، اعلان وکړ چې هغه به په اتو اروپايي هیوادونو، ډنمارک، ناروې، سویډن، فرانسې، جرمني، بریټانیې، هالنډ او فنلنډ چې په ګډه د ګرینلنډ د پیرودلو لپاره د هغه د وړاندیز مخالفت کوي، لس سلنه تعرفې ونه لګوي.

ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ، په تروت سوشیل کې ګواښ کړی و چې که چیرې دغه اته اروپايي هیوادونه د "ګرینلنډ د بشپړ او جامع پېر" لپاره موافقه ونه کړي، هغه به د فبروري له لومړۍ نیټې څخه په دغو هیوادونو باندې لس سلنه تعرفې ولګوي.

ټرمپ په خپل تروټ سوشیل کې ولیکل: "که د حل دا لاره بشپړ شي، نو دا به د امریکا د متحدو ایالتونو او د ناټو د ټولو هیوادونو لپاره به یو ښه حل وي."

ډنمارک او اوو نورو اروپايي هېوادونو د ګرینلنډ لپاره د ټرمپ غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې دا سیمه باید د ډنمارک تر حاکمیت لاندې پاتې شي.

ټرمپ ویلي دي چې د ګرینلنډ پېرودل به دا سیمه د متحدو ایالتونو او شمال قطب د سیمې لپاره د هغه د وړاندیز شوي طلایي ګنبد د توغندیو د دفاعي ډال کلیدي عنصر کړي.

ټرمپ په خپل پوسټ کې لیکلي: "د ګرینلنډ په اړه د طلایي ګنبد په اړه نورې خبرې اترې روانې دي. د خبرو اترو د پرمختګ سره سم به نور معلومات هم شریک شي. مرستیال ولسمشر جي ډي وینس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، ځانګړی استازی سټیو ویټکاف، او نور، که اړتیا وي، به د خبرو اترو مسؤلیت ولري - دوی به مستقیم ما ته راپور راکړي."

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG