د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې کورني اختلافونو ته نړیوال غبرګونونه 


د روسیې د روستوف-آن-ډون، ښار کې د واګنر ځواکونه
د روسیې د روستوف-آن-ډون، ښار کې د واګنر ځواکونه

د واګنر ډلې مشر ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خبرداري وروسته، د نړۍ یو شمېر مشرانو د مسکو د مقاماتو او د واګنر ډلې د مشر یوګیني پریګوژین ترمنځ د اختلاف په اړه غبرګون ښودلی دی.

وروسته له هغه چې پرګوژین د جمعې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ دویمه)‌ د یو لړ ویډیويي او غږیزو پیغامونو په خپرولو سره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو د دې ډلې پر پوځي اډې د راکټي بریدکولو په امر تورن کړ، د نورو روسي چارواکو ترڅنګ ولسمشر پوتین د واګنر ډلې مشر پریګوژین ته خبرداری ورکړ چې د هغه کړنې "یو لوی خیانت او د شا له خوا د چړې ګوزار" دي.


پوتین د خپلې ټلویزیوني وینا په ترڅ کې د پریګوژین د څرګندونو او کړنو په غبرګون کې وویل: "دا پر روسیې او زموږ په خلکو یو ګوزار دی او د دغه ډول ګواښ پر وړاندې د هېواد د دفاع لپاره زموږ اقدامات به جدي وي. ټول هغه کسان چې په قصدي ډول یې د خیانت په لور ګام پورته کړی، وسله وال پاڅون یې کړی، توره او تروریستي لاره یې خپله کړې، دوی ته به په کلکه توګه سزا ورکړل شي، هم قانون او هم زمونږ خلکو ته به حساب ورکوونکي وي. "

نړیوال غبرګونونه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د شنبې په ورځ په یو ټویټ کې وویل: "هر هغه څوک چې د شیطان لاره غوره کړي، له منځه ځي...روسیه له اوږدې مودې راهیسې له تبلیغاتو کار اخیست تر څو خپله کمزورتیا او د خپل حکومت حماقت پټ کړي. او اوس دومره ګډوډي شته چې هیڅ درواغ نشي پټیدای."

زیلینسکي په خپل هیواد کې د روسي ځواکونو شتون ته په اشارې سره وویل: "تر هغه چې روسیه زموږ په هیواد کې خپل سرتیري او اجیران وساتي، هومره به ورته د ګډوډۍ، درد او ستونزو سبب شي. دا څرګنده ده. اوکراین کولای شي اروپا د روسیې د شرارت او ګډوډۍ له پراختیا څخه وژغوري."


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ جون ۲۴ (چنګاښ ۳) وویل چې د روسیې د کړکیچ په اړه د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو د ډلې له غړو سره "نږدې همغږي" لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، امریکا له خپلو متحدینو او شریکانو سره په نږدې همغږۍ کې د روسیې پرمختګونه څاري او له اوکراین څخه د واشنګټن ملاتړ به بدل نه شي.


له دې څخه یوه ورځ مخکې، سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ جون ۲۳مه،‌ وویل چې دوی په روسیه کې وضعیت څاري. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند ادم هاج وویل چې ولسمشر جو بایډن له دې مسلې خبر دی او "موږ وضعیت څارو او د دې پرمختګونو په اړه به له متحدینو او شریکانو سره مشوره وکړو."

د بريتانيا صدراعظم ريشي سوناک د روسیې پر "ټولو خواوو غږ کړی چې مسووليت ته متوجه اوسي او د ملکي وګړو ساتنه وکړي." هغه بي بي سي ته وویل: "د وضعیت په بدلیدو، موږ له خپلو متحدینو سره په تماس کې یو. زه به نن وروسته له ځینو سره خبرې وکړم او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې ټولې خواوې په مسوولیت سره عمل وکړي."

بیلاروس چې د روسیې نږدې متحد دی، د شنبې په ورځ وویل چې د واګنر ډلې وسله وال بغاوت لویدیځو هیوادونو ته یوه "ډالۍ" ده او خبرداری یې ورکړ چې دا بغاوت د "ناورین" لامل کیدی شي.

د بیلاروس د بهرنیو چارو وزارت ددې هیواد د امنیت شورا د اعلامیې په اساس ویلي: "هر ډول پارونې، په پوځي یا سیاسي ډګر کې هرډول کورنۍ شخړه، د استخباراتو یا مدني ټولنې په ډګر کې په ټولیزه توګه لویدیځ ته ډالۍ ده."

د لتوانیا منتخب ولسمشر د شنبې په ورځ وویل چې هیواد یې په روسیې کې د روان بغاوت په ځواب کې د خپلو پولو امنیت ګړندی کړی او روسان به ونه مني.

د بالتیک د حوزې ددغه هیواد منتخب ولسمشر اډګارس رینکویکس په یو ټویټ کې ویلي: "لتوانیا په روسیه کې مخ پر ودې وضعیت له نږدې څاري... د پولو امنیت ټینګ شوی دی". هغه ټینګار وکړ چې هغه روسي اتباع چې د اوسنیو پیښو له امله خپل هیواد پریږدي، ورته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي.

د اروپايي اتحادیې رئیس چارلز میشل په ټویټ کې لیکلي چې "اروپايي ټولنه په روسیه کې مخ پر ودې وضعیت له نږدې څاري او د اروپایی مشرانو او د جي-۷ شریکانو په ګډون د نړۍ له مشرانو سره په تماس کې ده. "

خو ښاغلي میشل ویلي دي چې په روسیه کې اوسنۍ پیښې د دغه هیواد داخلي مسله ده او ټینګار یې وکړ چې له اوکراین سره به د اروپايي اتحادیې مرستې «ثابتې» وي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزپ بورل هم وویل چې اروپایی ټولنه "په مسکو کې زموږ له سفیر سره په دوامداره تماس کې ده او د غړو هیوادونو سره خپلو داخلي مشورو ته دوام ورکوي."

د ناټو پوځي تړون ویاندې اوانا لونګسکو د روسیې کورنیو شخړو ته په اشارې سره ویلي چې، دا پوځي تړون "وضعیت څاري".

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې هېواد یې د روسیې وضعیت په "ډېرې اندېښنې" سره تعقیبوي او د زغم غوښتنه یې کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې: "په روسیه او اوکراین کې مخ په خرابیدو وضعیت به د نړیوالې سولې او امنیت او د خوراکي توکو او انرژۍ د رسولو لپاره، چې په عمده توګه د روسیې او اوکراین د کړکیچ له امله اغیزمن شوي، منفي پایلې ولري."

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ وویل چې هېواد یې چمتو دی چې په روسیه کې د وسله وال بغاوت د "سوله ییز حل" په برخه کې مرسته وکړي.

د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي چې اردوغان له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې کړې دي. د ترکیې د جمهوري ریاست له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اردوغان د سلیم عقل پر اهمیت ټینګار وکړ او د دغه هېواد د ولسمشر په حواله یې ویلي:"موږ چمتو یو چې په روسیه کې د پېښو د سوله ییز حل لپاره ژر تر ژره خپله ونډه ترسره کړو."

XS
SM
MD
LG