د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ترکیې ته: د روسیې د توغندیو دفاعي سیستم مه ساتئ


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په بروکسل کې د ناټو د عمومي غونډې په څنډه کې په یوې جلا غونډې کې د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر مولود چاوش اوغلو سره کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي پدې غونډې کې ښاغلي بلینکن د ترکیې نه وغوښتل چې د S-۴۰۰ په نامه د توغندیو د هوایي دفاع سیستم چې د روسیې نه یې پیرلی، ونه ساتي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي بلینکن پدې غونډې کې د ښځو سره د زورزیاتي د مخنیوي او مبارزې د کوانیسون نه د ترکیې د وتلو په پریکړې اندیښنه وښوده.

د اي ایف پي خبري اژانس وایي چې د امریکا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان او سوریې د وضعیت تر څنګ د دیموکراسۍ او بشري حقونو په هکله هم خبرې وکړلې.

ترکیې د امریکا د مخالفتونو او خبرداریو سره سرهپه ۲۰۱۷ کال کې د روسیې نه د توغندیو د اس-۴۰۰ دفاعي سیستم له روسیې څخه واخیست چې یو کال وروسته یې د بطریو لومړنۍ جوپه دې هیواد ته وسپارل شوه.

واشنګټن وایي د توغندیو دا دفاعي سیستم د متحدینو دفاعي چارې د خطر سره مخ کوي.

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیر کال د ډسمبر په میاشت کې د روسیې نه د دې دفاعي سیستم د پیریدو په غبرګون کې د ترکیې د نظامي تدارکاتو په څانګې یو لړ بندیزونه ولګول.

خو د دې اړیکو د خړپړتیا سره سره د جمهور رئیس جو بایډن حکومت پدې ټینګار کوي چې ترکیه د امریکا یو مهم ملګری هیواد دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ناټو په عمومي غونډې کې وویل، " پدې کې شک نشته چې د ترکیې سره مخالفتونه لرو خو پدې کې هم شک نشته چې ترکیه زمونږ یو پخوانی او ارزښتمن ملګری هیواد دی."

XS
SM
MD
LG