د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي د قطر له لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړي دي.
ټامس ویسټ نن جمعه ډسمبر ۳ (لېندۍ ۱۲) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني او د دغه هیواد د ملي امنیت شورا له سلاکار محمد ال مسناد سره یې د افغانستان د راتلوونکي په اړه خبرې کړي دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ټامس ویسټ د قطر ملاتړ او رول ستایلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې روانه اونۍ په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او طالب استازو ترمنځ د تروریزم ضد مبارزې، تلپاتو ګټو، او افغانانو د حقوقو په اړه دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې.
طالب استازو ویلي وو چې په یاده لیدنه کې له امریکايي استازو سره د افغانستان د کنګل شویو پیسو د بیرته خلاصولو په اړه هم خبرې کړي دي.
دواړو لورو د ورته ناستو پر تر سره کېدو ټینګار کړی و.
قطر د ۲۰۱۱ کال راپدېخوا د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو کوربتوب کړی دی.
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو د ۲۰۲۰روان کال د فبرورۍ میاشتې پر ۲۹مه په دوحه کې افغانستان ته د سولې راوستلو په هدف د سولې توافقنامه لاسلیک کړه.