امریکایي مقاماتو د جرمونو د نړیوالې محکمې (هاګ) د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی چې غواړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د «بد چلند» د تورونو په اړه پلټنه وکړي.
هاګ ویلي چې غواړي بیا په افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشریت ضد جرمونو په اړه تحقیق پيل کړي چې په کې په امریکايي ځواکونو باندې د «بد چلند د تورونو په اړه تحقیق» هم شامل دی.
خو د امریکا د متحدو ایالتونو د امنیت شورا وايي چې دوی په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د چال چلند په اړه د جرمونو د نړیوالې محکمې د «کومې هڅې په اړه» خبر نه دي او فکر نکوي چې دا کار دې «ضرور» وي.
د امریکا د امنیت شورا په دې اړه ویلي دي: « موږ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر چال چلند د تحقیق په اړه د دغې محکمې د کومې هڅې په اړه خبر نه یو، هاغسې چې مخکې مو هم ویلي دي، د جرمونو نړیوالې محکمې په نړۍ کې د جنګي جرمونو په اړه د ځینو خلکو سره د حساب او کتاب په برخه کې ځینې مهم کارونه کړي دي. خو، موږ دا خبره هم کړې ده چې فکر نکوو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د چال چلند په اړه دې تحقیق ضرور وي.»
تر دې مخکې د هاګ قاضیانو د دغې محکمې د مشر د غوښتنې په اساس په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو دوسیه منلې وه. دغې محکمې ویلي وو چې په کابل کې مقاماتو دا نه ده تصدیق کړې چې افغانستان د دغو جرمونو په اړه په هغه ډول، چې د هاګ محکمې څارنوال غوښتي وو، څېړنه کړې او یا یې کوله.
د جرمونو د نړیوالې محکمې پخواني څارنوال غوښتل په افغانستان کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایتونو د ټولو اړخونو په اړه تحقیقات وکړي. د هاګ څارنوال کریم خان ویلي وو چې په دغو تحقیقاتو کې د طالبانو او د داعش-خراسان لخوا د ترسره شویو جرمونو څیړل شامل دي او دا چې د امریکا په ځواکونو باندې د جنګي جرمونو د تورونو په ګډون د تحقیقاتو نورو برخو ته به لومړیتوب نه ورکوي.
اوس د هاګ محکمې قاضيانو ویلي دي چې د نوې پرېکړې په اساس به د ټولو ادعا شويو جرمونو په اړه تحقیقات وشي، پدې مانا چې امريکايي ځواکونه هم په کې شامل دي، خو وايي چې په اړه به یې وروستۍ پرېکړه د محکمې څارنوال کوي چې د کومو تورونو په اړه پلټنه وکړي.
په ۲۰۱۶ کال کې، مخکې له دې چې د افغانستان په اړه سراسري تحقیقات منظور شي، د هاګ د محکمې څارنوالانو ویلي وو چې ښايي امریکايي ځواکونو او د امریکا د استخباراتي ادارې اجنټانو په افغانستان، پولنډ، رومانیا او لیتوانیا کې په خپلو نظارت خانو کې په شکنجې او ناوړه چلند لاس پورې کړی وي.
د جرمونو نړیواله محکمه چې په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه، په نړۍ کې لومړۍ محکمه ده چې جنګي جرمونه، د بشریت ضد جرمونه او نسل وژنې تعقیبوي. دا محکمه په هغو هېوادونو کې د جنګي جرمونو څېړنه کوي چې د څېړلو وړتیا او یا اراده یې نه لري. افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د دغې محکمې غړی شو.